تازه خبرونه
کویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
د دې صندوق خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوکړهلیکونو له مخې د افغانستان او سوریې بشري صندوقونو ته ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.
د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق ویلي، چې له ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر(اوچا) سره یې د پېنځه میلیون ډالرو پر ټولیز ارزښت د بشري مرستو دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي، چې یوه برخه یې افغانستان ته ځانګړې شوې ده.
د دې صندوق خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوکړهلیکونو له مخې د افغانستان او سوریې بشري صندوقونو ته ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.
د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق د څرګندونو له مخې، دا مرستې به د بېړنیو بشري پروګرامونو او پروژو د تمویل، د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو او زیانمنو او اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره ولګول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا مالي مرسته به د اوچا تر مدیریت لاندې د افغانستان بشري صندوق ته دا وړتیا ورکړي، چې بشري کړکېچونو ته په چټکۍ او ډېرې اغېزمنې همغږۍ ځواب ووایي، له همکارو بنسټونو ملاتړ وکړي او د بشري مرستو د عملیاتو همغږي پیاوړې کړي.
د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق زیاته کړې، چې د دغو هوکړهلیکونو پر لاسلیک له اوچا سره په ګډو پروژو کې د کویټ ټولې مرستې شاوخوا ۱۶.۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې دي.