سیمه ییز خبرونه
کیدی شي نن د ولسمشرۍ نوماندان وروستۍ هوکړه لاسلیک کړي- طاهر زهیر
د تحول او تداوم تیم وایي، کیدی شي نن د ولسمشرۍ نوماندان وروستۍ هوکړه لاسلیک کړي
د تحول او تداوم تیم ویاند طاهر زهیر رسنیو ته وویل:
د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ ټول اختلافات حل شوي او هوکړې ته نږدې دي.
له دې وړاندې د اصلاحاتو او همپالنې تیم ویلي ول، چې نه یوازې دواړو نوماندانو د امریکا او بریتانیا له سفیرانو سره لیدلې، بلکې د ملگرو ملتونو له چارواکو او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرجان کري سره هم داکتر عبدالله عبدالله تیلیفوني خبرې کړي او داسې ښکاري، چې اختلافات د دواړو تر منځ حل شوي او حقایقو ته په پاملرنه دواړو نرمښت ښودلی دی.
له ولسمشرو ټاکنو نږدې درې میاتتې تېریږي؛ خو خلک اوس هم د ټاکنو پایلو ته په تمه دي، چې روښانه تر سره شي او د نوماندانو ناندرې به پای ومومي.
ټاکل شوې، چې نن(د وري۲۸) د دولت د درې گونه قواوو د رهبرۍ غړي او جهادي مشران له دواړو نوماندانو سره وگوري او چټکې پایلې ته په رسیدو کې ورسره مرسته وکړي.