نړۍ

کیف او لویدیځ د اوکراین د جګړې ډیپلوماټیک حل ته لېوالتیا نلري- کرملین

د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف کیف او لویدیځ هېوادونه تورن کړل، چې د خبرو اترو له لارې د اوکراین د شخړې حل کولو ته لېوالتیا نلري.

Published

on

روسي رسنیو د کرملین د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې روسیه په اوکراین کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې غوره ګڼي.

د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف کیف او لویدیځ هېوادونه تورن کړل، چې د خبرو اترو له لارې د اوکراین د شخړې حل کولو ته لېوالتیا نلري.

د روسیې د دولتي خبري سرچینې تاس د څرګندونو له مخې؛ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي: “د اوکراین د شخړې د حل لپاره زمونږ غوره لار سیاسي او ډیپلوماټیکه لار ده.”

پیسکوف د شواهدو له وړاندې کولو پرته ټینګار وکړ، چې مسکو به په اوکراین کې خپل پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي؛ ځکه، چې “د خبرو اترو ټول وړاندیزونه د اوکراین او لویدیځو هېوادونو لخوا رد شوي دي.”

روسي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د اوکراین د ملي امنیت شورا سکرتر رستم عمروف د اګست پر لومړۍ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو غوښتنه وکړه.

عمروف، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو اترو کې د اوکرایني پلاوي مشري کوي؛ ویلي: “لومړی لومړیتوب د ولسمشرانو د غونډې تنظیمول دي.”

ټاکل شوې ده، چې د دواړو هېوادونو پلاوي به د چارشنبې پر ورځ په استانبول کې خبرې اترې وکړې.

Trending

Exit mobile version