Connect with us

نړۍ

کیم جونګ اون جګړې ته د چمتووالي د زیاتولو سپارښتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۴۰۲)

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس څرګنده کړې، چې کیم جونګ اون د چارشنبې پر ورځ د هېواد د لویدیځې سیمې د پوځي عملیاتو په اډه کې د سرتېرو له ډګرنۍ روزنې څخه د کتنې پر مهال د جګړې لپاره د چمتووالي د زیاتولو امر وکړ.

رویټرز راپور ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ امریکا او سویلي کوریا ځواکونو کلنۍ ګډې پوځي روزنیزې هڅې پیل کړې، چې د تېر کال پر پرتله دوه چنده سرتېرو په کې برخه اخیستې وه. د دغو پوځي روزنیزو هڅو د ځای په اړه تر دې دمه څه ویل شوي نه‌دي.

د دولتي سرچینې KCNA د څرګندونو له مخې؛ کیم ویلي، چې اردو باید هڅانده وي او د اوسني وضعیت له غوښتنو سره سم د جګړې د چمتووالي ګړندي کولو لپاره نوې هیلې راوټوکوي.

سرچینې د کیم د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې: زمونږ اردو باید … پرله‌پسې د بشپړ جنګي چمتووالي لپاره د خپلو جنګي وړتیاوو چټکولو ته رزمي روزنیزې هڅې ګړندۍ کړي.

په اړوند راپور کې دا ویل شوي نه‌دي، چې آیا کیم نېغ پر نېغه د امریکا او سویلي کوریا پوځي روزنیزو هڅو ته نغوته کړې که نه!

ویل کیږي، چې کیم له هغو سرتېرو کتنه وکړه، چې د حقیقي جګړې په څېر شرایطو کې حقیقي پوځي روزنیزې هڅې ترسره کوي.

نړۍ

د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د چارشنبې پر ورځ (د غویی پېنځمه) د غزې د شمالي سیمو بمبارډ څو اوونیزه نسبي چوپتیا پای ته ورسوله او اسرائیلي حکومت اعلان وکړ، چې د رفح پر اړوند سیمه به پراخ ځمکنی برید ترسره کړي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یوه ویاند ویلي؛ اسرائیل په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره د خپل پلان د پلي کولو پړاوونه وهي، خو د برید ټڼاکلی مهالوېش یې وړاندې نکړ.

د امريکا په ګډون لویديځو هېوادونو، چې د اسرائيلو تر ټولو نږدې متحدین دي له دغه هېواده پر رفح، چې د غزې له نيمايي د ډېرو وګړيو دوه ميليون او درې سوه زره خلکوته یې پناه ورګړې؛ له بريده ډډه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، واشنګټن اوس هم د رفح په اړه له اسرائیلو سره پر خبرو بوخت دی او تمه ده، چې د دواړو هېوادونو چارواکي به ډېر ژر پر دې موضوع یو ځل بیا مخامخ خبرې وکړي.

د اسرائیلو یوه لوپوړي دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې اسرائیل د رفح له حملې مخکې د ملکي وګړو د ایستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغه زیاته کړې: یوازې یو شی پاتې دی، چې نتانیاهو د برید امر وکړي.

د غزې په تړانګه کې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده؛ د روغتیايي چارواکو ویلي؛ تر اوسه په دې جګړه کې، چې اوومه میاشت یې روانه ده له ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت هم ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان وژل شوي او ۸۶ نور دي.

Continue Reading

نړۍ

د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مالزیا بحري ځواکونو د خبرپاڼې له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د غویی څلورمه ) د مالیزیا د بحري ځواکونو دوه چورلکې د روزنیزو هڅو پر مهال په هوا کې ټکر شوي، چې په کې سپاره ټول ۱۰ کارکوونکي مړه شوي دي.

د دغه هېواد بحري ځواکونو ویلي؛ پېښه د سې شنبې پر سهار ۹:۳۲ د لویدیځ ایالت پراک د لوموت په بحري اډه کې رامنځته شوې ده.

رویټرز د مالیزیا د بحري ځواکونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ټول زیانمن کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي او د لوموت بحري اډې پوځي روغتون ته د پېژندلو لپاره لېږدول شوي دي.

په سیمه ییزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیي؛ ښکاري، چې څو چورلکې په هوا کې الوتنې کوي. مخکې له دې، چې دواړه چورلکې ځمکې ته راکښته شي؛ د چورلکې روټور بله هغه پرې کړه.

سیمه‌ییزو پولیسو تائید کړې، چې ویډیو رښتینې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې سمندري ځواکونو ویلي؛ دوی به د پېښې د علت په اړه څېړنې کړې دي.

د مالیزیا دفاع وزیر محمد خالد نوردین ویلي؛ دا چورلکې یوه بحري عملیاتو او یوه فینیک پوځي چورلکې دي، چې د مالیزیا د شاهي بحري ځواکونو د نوي‌یمې کلیزې د لمانځلو لپاره یې روزنیزې هڅې کولې، چې ټاکل شوې د شنبې پر ورځ ترسره شي.

محمد خالد خبریالانو ته ویلي؛ د چورلکو مړه شویو کارکوونکیو د پېژندنې د تائید لپاره هڅې روانې دي، چې عمرونه یې له ۴۰ کلونو ټيت ول.

Continue Reading

نړۍ

د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲, ۱۴۰۳)

د جاپان دفاع وزیر څرګنده کړی، چې د دې هېواد د بحري ځواکونو دوه چورلکې د روزنیزو هڅو پر مهال په بحر کې لوېدلي او د ۸ سپرو کارکوونکیو څخه یې لږ تر لږه یو کس مړ شوی دی.

رویټرز راپور ورکړ، چې د شنبې پر شپه د جاپان توریشیما ته نږدې سویلي ساحل ته څیرمه په لرې پرتو ایزو ټاپوګانو کې د جاپان دوه اس اچ – ۶۰ ډوله چورلکې، چې اوبتل ضد جنګي روزنیزې هڅې یې تر سره کولې؛ راوغورځېدې.

د جاپان دفاع وزیر مینورو کیهارا د یکشنبې پر ورځ ( د غویی دوه‌یمه ) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د الوتکې د غورځیدو د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

 هغه زیاته کړې؛ د الوتنې دوه ریکارډرونه یو بل ته نږدې موندل شوي، چې د دواړو چورلکو ترمنځ د ټکر شونتیاوې ډېره ده.

د جاپان ذاتي دفاع ځواک او ساحل ساتونکي د چورلکو د پاتې اووه کارکوونکیو په لټه کې دي.

د شنبې پر ورځ د جاپان د ذاتي دفاع ځواکونو لوی درستیز یوشیتاکا ساکای ویلي؛ هغه باور نلري، چې بل کوم هېواد په دې پېښه کې لاس ولري.

په جاپان کې د امریکا سفیر رام امانویل په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.

 

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!