بی بی سی پښتو
کیم یو جونګ؛ د شمالي کوریا تر ټولو ځواکمنه ښځه څوک ده؟
تېرو څو کلونو کې کیم یو جونګ د شمالي کوریا د واک په ګونګ جوړښت کې په یوه اصلي لوبغاړي اوښتې.
هغه د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون کشره خور ده او د کورنۍ سکنیو غړو کې ورته تر ټولو نږدې او ځواکمنه ګڼل کېږي.
کیم یو جونګ پر ۲۰۱۸ کال د کېم کورنۍ د لومړني غړي په توګه سوېلي کوریا ته لاړه او د نړۍ پام یې خپل کړ.
هغه مهال دواړو کوریاوو د ژمني اولمپیک لوبو کې ګډ ټیم درلود او نوموړې د استول شوي پلاوي غړې وه.
پر ۲۰۱۸کال د نوموړې او د ورور په همکارۍ یې د نړیوالو اړیکو ګرمېدو سره د سوېلي کوریا، چین او تر ټولو مهم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ولیدل.
له ورور سره یې نږدې اړیکې او مهمې حکومتي دندې ور کول یې سبب شول چې بیا د ۲۰۲۰ اپرېل کې هغه مهال د پام وړ وګرځي چې ورور یې ډېر وخت عمومي مراسمو کې نه و.
د کیم جونګ اون د بدني حالت په هکله ګومانونه او د نوموړي د ممکنه مرګ پر مهال کېم یو جونګ د نوموړي د ځای لپاره په یوه انتخاب بدله شوې ده.
مېرمن کېم ته اول ځل د ۲۰۱۷ کال اکټوبر کې رتبه لوړه او د واکمن ګوند د سیاسي کړۍ غړې شوه.
هغه له دې مخکې د تبلیغاتو او تحریکاتو دایرې مرستیاله وه، چې ویل کېږي لا هم دا دنده لري او په کور د ننه د ورور عمومي څېرې څارل یې مسوولیت دی.
مېرمن کېم د انساني حقونو په خلاف ورزۍ هم تونه ده او په دې سبب د امریکا د بندیزونو نوملړ کې ده.
امریکايي وګړي ور سره د معاملې حق نه لري او امریکا کې یې هر ډول شتمني کنګل کېږي.
کیم یو جونګ څومره واک لري؟
شمالي کوریا کې د واک سم درکول ډېر سخت دي او د کېم یو جونګ د نفوذ په هکله هم کره اټکل نشي کېدلی.
خو داسې اوازې دي چې نوموړې د چو ریونګ هي له زوی سره واده کړی دی. ښاغلی هي د ګوند تر ټولو ځواکمن منشي او له کېم جونګ اون وروسته حکومت کې دویم کس دی.
که دا اوازه سمه وي نو مقام یې لا ډېر ځواکمنېږي.
د شمالي کوریا د خبرونو څارونکې وېبپاڼې اې کي غړی اولیور هوثام بي بي سي ته وویل: زما په اند د ۳۲ کلنې ښځې په توګه- چې د شمالي کوریا ټولنه کې خاص ځای نه لري- دا هرڅه نفوذ د خپل ورور له برکته لري.
که داسې ورځ را شي چې د کېم جونګ اون ځایناستي ته اړتیا پیدا شي، نو کورنۍ اړیکې به برخلیک ټاکونکې وي.
ویل کېږي کېم جونګ اون زامن لري، خو په عمر کم دي او د حکومتي او تبلیغاتي افسانو له مخې واک هم باید د شمالي کوریا د بنسټګر کیم ایل سونګ کورنۍ ته ورسېږي چې کېم کورنۍ هم ور سره تړلې ده او د همدې لپاره به حکومتي رسنۍ نوموړې ته د واک لېږدولو سپیناوي کې ډېر رول ونه لري.
* هغه ونه چې امریکا او شمالي کوریا یې د جګړې تر پولې ورسول
* شمالي کوریا له سوېلي کوریا سره د اړیکو دفتر ته ‘چاودنه ور کړه’
* شمالي کوریا سایبري بریدونو کې ‘دوه میلیارده ډالر غلا کړي’
خو دا کورنۍ اړیکه هم که د نوموړې د ټاکلو سبب نه شي، ښايي د راتلونکي مشر له سخت ګواښ سره یې مخ کړي.
د کوکمین سیول پوهنتن استاد فیودور ترتیتسکي په خبره، ځانګړی برخلیک یې په تمه دی، یا به د کېم کورنی بل غړی ډګر ته وځي، یا به خپله مشره کېږي اویا به هم ان د سر په ګډون هرڅه بایلي.
واکمنه کورنۍ کې ځای
کېم یو جونګ د شمالي کوریا د مړه شوي مشر کیم جونګ ایل کشره لور ده. نوموړې د اوسني مشر کېم جونګ اون او چوګ چول- چې سیاسي جوړښت کې مهم ځای نه لري- سکنۍ خور ده.
نوموړې پر ۱۹۸۷ کال کې زېږېدلې او څلور کاله له کېم جونګ اون کشره ده، خو دواړو سوېس کې ژوند او زدکړې کړې دي.
سوېس کې د هغه ښوونځي چارواکي وايي، سحته څارنه یې کېده او یو ځل د ساده زوکام له امله روغتون ته ولېږدول شو.
څه رول لري؟
له ۲۰۱۴ کال راهیسې د کېم یو جونګ اصلی دنده د ورور د څېرې څارل دي او په دې دلیل د ګوند تبلیغاتي دایره کې مهم مسوولیت لري.
پر ۲۰۱۷ کال یې د ګوند سیاسي دایره کې غړیتوب دا ښکاروي چې سیاسي مهموالی یې ډېر شوی دی، خو لا یې هم اصلي دنده تبلیغات دي.
ویل کېږي د ورور ټول پروګرامونه اداره کوي او سیاسي سلاکاره یې هم ده.
د ۲۰۱۹ کال د هانوی غونډې له ماتې او له امریکا سره تر نه تړون وروسته داسې ښکارېدل چې د ګوند سیاسي دایره کې له غړیتوب اېستل شوې، خو پر ۲۰۲۰ کال بیا دې دایرې ته ور ګډه شوې ده.
تر ۲۰۱۴ کال یې عمومي حضور نه درلود، یوازې پر ۲۰۱۱ کال د پلار د جنازې مراسمو کې ولیدل شوه.
مېرمن کېم ځینې انځورنو کې د ورور سره لیدل کېږي او کله یې هم چې د ورور وضعیت نامالوم وي، نو د ځایناستې په توګه پام ور اوړي.