تازه خبرونه
ګاونډ هېوادونه دې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي
د رییس الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، اسلامي امارت د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې هڅې کوي او له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د افغان سوداګرو او پانګوالو او یو شمېر هېوادونو د سوداګریزو شبکو په کنفرانس کې ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر بنسټ اړیکې جوړول غواړي.
د رییس الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، اسلامي امارت د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې هڅې کوي او له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت له سیمې سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره د بدیل سوداګریزو لارو په لټه کې دی او پرې پانګونه کوي.
د رییس الوزرا سياسي مرستيال زياته کړې، چې دوى له هېوادونو سره ښې اړيکې او مثبت تعامل غواړي؛ نه دا، چې له چا سره شخړې او ستونزې رامنځته کړي.
دغه راز هغه پر ګاونډ هېوادونو غږ کړی، چې د هوا له سړېدو سره د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ ودروي .
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ويلي، چې اسلامي امارت له سوداګرو بشپړ ملاتړ کوي او د چابهار بندر د فعالولو لپاره یې له ایراني لوري سره ګټورې خبرې کړې دي.
په دې کنفرانس کې ایراني چارواکو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او په چابهار بندر کې د د همکارۍ او اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
په دې کنفرانس کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو هم ګډون درلود.
