لوبی

ګجرات تایتانز دیلي کپیتلز ته د شپږ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۶, ۱۴۰۲)

د سې شنبې پر شپه د هند کرکت غوره لیګ په ۷ لوبه کې ګجرات تایتانز دیلي کپیتلز ته د شپږ ویکتو پر توپیر له ماتې ورکولو سره دوه بریاوې له دوه لوبو ترلاسه کړې.

دا لوبه د دیلي په آرون جایتلي لوبغالي کې ترسره شوې ده.

د راشد خان او الزاري جوزف پر مشرۍ توپ اچونې له ګجرات تایتانز بري ته ورسوله او دیلي کیپیتلز هڅې یې شنډې کړې.

د ۱۶۳ منډو جوړولو لپاره سودارسان ۶۲ او چپ لاسي میلر ۳۱ منډې جوړې کړې او لوبډله یې بريا ته نږدې کړه.

د ګجرات تیز توپ وهونکي محمد شامي او راشد خان هر یو درې ویکتې واخیستې او دیلي یې ماتې منلو ته اړ کړ.

راشد په ۳۴ توپونو ۳۰ منډو جوړولو سره یوه ویکته واخیسته او دیلي بریالی نشو، چې لوبه وګټي.

نننۍ لوبه

راجستان رویلز به خپله لومړۍ “کور” لوبه نن چارشنبه د پنجاب کینګز پروړاندې ترسره کړي.

د افغانستان مینه‌وال کولی شي دغه لوبه د ماښام له ۶:۳۰ بجو څخه په ژوندۍ بڼه له آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو وګوري.

Trending

Exit mobile version