لوبی
ګجرات د هند غوره لیګ لومړۍ لوبه د څه باندې سل زره نندارچیانو په مخکې وګټله
ګجرات تایتانز د جمعې پر ورځ په احمد آباد ښار کې چینای سوپر کینګز ته پر پېنځه ویکتو ماتې ورکولو سره د هند غوره لیګ ګټل پیل کړل.
چینای سوپر کینګز لوبډلې ګجرات لوبډلې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه، چې دې هدف ته رسېدل ورته پوره ستونزمن ول؛ خو راشد خان پر درې توپونو لس منډې وکړې او د ګچرات تایتانز بریا ته یې لاره اواره کړه.
د ګجرات تایتانز لپاره شوبمن ګیل ۶۳، وجې شنکر ۲۷ او ریدیمن ساها ۲۵ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې د چینای سوپر کینګز کپتان ایم ایس دوني پر زړه راکښونکې بڼه له معین علي پرته یوازې پېنځه توپ اچونکي وکارول او غوره یې وګڼله، چې راویندرا جدیجا او مچل سانتنر د مسوولیتونو د کارولو ولوبوي.
راجواردان هنګرګیکار په ۴ اورونو کې له ۳۶ منډو ورکولو سره درې ویکتې واخیستې. په داسې حال کې، چې جدیجا او دیشپانده یوه یوه ویکته واخیسته.
د چینای لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې روتوراج ګایکواد په یوازې ځان ۹۲ منډې وکړې. معین علي هم ۲۳ منډې ورزیاتې کړې.
راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو؛ ځکه، چې هغه معین علي او بین ستوکس وسوځول او یوازې ۲۶ منډې یې ورکړې.
د هند غوره لیګ سږنۍ سیالۍ د جمعې پر ورځ (د وري یوولسمه / د مارچ یودېرشمه) پیل شوې او میلیونونه افغان مینهوالو ته به هره ورځ د آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو له لارې د لاسرسي او لیدو وړ وي.
په دې لیګ کې ټولټال لس لوبډلې ونډه لري او د اتلولۍ تر پړاو پورې به ۷۰ سیالۍ وکړي.
پای لوبه به د غبرګولي پر ۷ / د می پر ۲۸ د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي.
د سږ کال لیګ لوبډلې:
- د الف ګروپ لوبډلې: ممبي اندینز، راجستان رویالز، کلکته نایت رایدرز، دیلي کپیتلز او لکنو سوپر جاینتز.
- د ب ګروپ لوبډلې: ګجرات تایتانز، چینای سوپر کینګز، پنجاب کینګز، سانرایزرز حیدرآباد، رویال چلنجرز بنګلور
هغه افغان لوبغاړي، چې په سږني لیګ کې لوبیږي:
سږ کال به پېنځه افغان لوبغاړي په بېلابېلو لوبډلو کې ولوبېږي، چې نومونه یې دا دي:
- د کلکتې په نایت رایدرز لوبډلې کې رحمان الله ګربز
- په ګجرات تایانز لوبډله کې راشد خان او نور احمد
- په سانرایزرز حیدرآباد لوبډله کې فضل حق فاروقي
- په لکنو سوپر جاینتز لوبډله کې نوین الحق