لوبی
ګربز د ایرلنډ پر وړاندې په ټسټ لوبه کې د ملي لوبډلی لوبغاړی شو
د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې پر ورځ د ایرلینډ پر وړاندې د یوازنۍ ټیسټ لوبې لپاره ملي لوبډله اعلان کړه، چې ټاکل شوې د کب له نهمې تر ایارلسمې / د فبرورۍ له اتهویشتمې څخه د مارچ تر درېیمې پورې به په ابوظبي کې روانه وي.
رحمان الله ګربز په ټیسټ لوبډله کې شامل شوی او تمه ده، چې د ایرلینډ پر وړاندې به د افغانستان لپاره لومړنی بالقوه لوبغاړی وي او ممکن د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ ټسټ لوبه ترسره کړي.
د نوموړي ترڅنګ ښي لاسی لیګ بریک توپاچوونکی خلیل ګربز هم لوبډلې ته اضافه شوی، چې په کورنيو فرسټ کلاس سیالیو کې یې خورا ښې لوبې کړ؛ په ۱۷ پاڼیو کې یې ۴۰ ویکټې ترلاسه کړي، چې په یوه پاڼۍ کې یې ترټولو ښه توپاچونه کړې او په ۱۲۵ منډو کې بریالی شوی، چې ۶ ویکټو ترلاسه کړي.
چټک توپ اچوونکي ابراهیم عبدالرحیمزي، چې له دې مخکې د بنګله دېش پر وړاندې ټسټ لوبه کې برخه اخیستې وه هم لوبډلې ته راغلی دی.
دغه راز دوه نور چټک توپاچوونکي یمین خان احمدزی او محمد سلیم ساپی، چې د سریلانکا پر وړاندې د ټسټ لوبډلې برخه و؛ د ټپونو له کبله د ایرلنډ پر وړاندې د یوازنۍ ټسټ لوبې لپاره په لوبډله کې نیول شوی نهدي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي، چې افغان لوبډلې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ایرلنډ پر وړاندې ډېرې لوبې ترسره کړې او له دې لوبډلې سره د لوبو خورا اوږده مخینه لري.
نوموړي زیاته کړې: مونږ په تېرو ۱۵ کلونو کې له ایرلنډ سره د کرکټ لوبې ډېره اوږده مخینه لرو، دواړو لوبډلو د یو بل پر وړاندې ډېرې لوبې کړي او دغه راز یې په یوه وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړی دی. دا به د یادې لوبډلې پر وړاندې زمونږ دوهیمه ټسټ لوبه وي او هیله من یم، چې ډېره ښه لوبه ترسره شي.
هغه وایي، چې افغان لوبډله به له دې وروسته د بنګله دېش، نیوزیلنډ او زمبابوې پر وړاندې هم ټسټ لوبې ترسره کړي او هڅه کوي، چې یادو سیالیو لپاره غوره لوبډله چمتو کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمیټې لنډمهالی مشر احمد شاه سلیمانخېل د لوبډلې د چمتووالي په اړه وايي، چې افغان لوبډلې له تېرو لس ورځو راپدیخوا په عربي اماراتو کې تمریناتي کمپ ترسره کړ. د عربي متحده اماراتو په روزنځي کې ۲۲ افغان لوبغاړو او ټولو روزونکیو ګډون درلود، چې د ایرلنډ پر وړاندې لوبې ته خورا ښه چمتووالی لري. مونږ د روزنځي له بشپړې څارنې وروسته دغې لوبې ته ۱۶ کسیزه لوبډله غوره کړه او یو شمېر نوي لوبغاړي، چې په تېرو کورنیو سیالیو او یاد روزنځيو کې یې ښې لوبې کړي هم لوبډلې ته اضافه شوي دي.
د افغان لوبډلې په ۱۶ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ شامل دي.
د يادونې ده، چې دا د افغان ملي لوبډلې نهمه ټسټ لوبه ده، چې ورپسې به په روان کال کې ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلنډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې هم دوه ټسټ لوبې ترسره کړي. افغانستان تر دې مخکې له ایرلنډ (۲۰۱۹)، بنګله دېش (۲۰۱۹) او زمبابوې (۲۰۲۱) پر وړاندې درې ټیسټ لوبې ګټلي دي.
لوبی
افغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
په دې شلآوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
د افغانستان ابدالیان کرکټ لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې د جاپان کوربه لوبډلې ته د ۴۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې شلآوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
د جاپان لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې د ۱۹.۳آورونو پر ۸۱ منډو وسوځېده او ونهتوانېده، چې ټاکلی هدف پوره کړي.
د افغانستان لهخوا عرب ګل څلور او ننګیال خروټي درې ویکټې واخیستې.
د لوبو بڼه
د نرینهوو کرکټ په سیالیو کې لس لوبډلې ګډون لري او لوبې د شلآوریزو سیالیو پر بڼه ترسره کیږي.
افغانستان، جاپان او نیپال په A ګروپ کې دي. په داسې حال کې، چې هانګکانګ، چین، مالیزیا او عمان په B ګروپ کې لوبې کوي.
په ګروپي پړاو کې هره لوبډله له خپلې ډلې له نورو لوبډلو سره یوه لوبه کوي.
له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې د پایلوبو پړاو ته وځي او هلته له هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا سره یوځای کیږي؛ دغو څلور لوبډلو ته د پایلوبو پړاو ته مستقیمه لار ورکړ شوې ده.
د اتمپړاو پایلوبې سیالۍ د سپټمبر پر اتهویشتمه او نههویشتمه، نیمهپایلوبې د اوکټوبر پر لومړۍ او د برونزو او سرو زرو مډالونو سیالۍ د اوکټوبر پر درېیمه ترسره کیږي.
ټولې د نرینهوو د کرکټ لوبې د جاپان د آیچي ولایت په نیشین ښار کې د کورګي سپورټس پارک په لوبغالي کې ترسره کیږي.
افغانستان دغو لوبو ته د تېرو آسیایي لوبو د سپینو زرو مډال ګټونکي په توګه تللی دی. په تېرو لوبو کې هند د سرو زرو او بنګلهدېش د برونزو مډال ګټلی و.
د افغانستان لوبډلمشري دروېش رسولي کوي او په لوبډله کې د کریم جنت او نجیبالله ځدراڼ ترڅنګ یو شمېر ځوان لوبغاړي هم لوبې کوي.
افغانستان به هڅه وکړي، چې د پنجشنبې ورځې له بریا وروسته د جمعې پر ورځ له نیپال سره هم بریا خپله کړي او د یوېڅلورمې پایلوبې پړاو ته لار ومومي.
لوبی
افغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د افغانستان د سوکوهنې لوبڅار خیبر سلطاني د سوکوهنې په نهمه نړیواله ننداره کې د لوبڅارنې لپاره د چین سینکیانګ ښار ته تللی دی.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د سوکوهنې نهمه نړیواله ننداره د سپټمبر له ۲۱مې تر ۳۰مې د چین په کوربهتوب ترسره کېږي او خیبر سلطاني به په دې سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.
دغه راز د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډله هم، چې له دې مخکې چین ته رسېدلې، د دغو سیالیو لپاره یې دوهورځنی روزنیزې هڅې بشپړ کړی دی.
د افغانستان ملي لوبډله په دې نړیواله ننداره کې له اووه لوبغاړو، دوه روزونکو او یوه د لوبډلې له مسوول څخه جوړه ده او د هېواد استازیتوب کوي.
لوبی
افغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ لوبډله به په جاپان کې د ۲۰۲۶ آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې وکړي.
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
په ګروپي پړاو کې نورې درې لوبډلې هانګ کانګ، چین، مالیزیا او عمان دي، چې په بي ګروپ کې راغلي دي.
دغه راز هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په مستقیم ډول لار پیدا کړې ده.
د آسیايي لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي لوبډلمشر او محمد اسحاق ویکټساتونکي ټاکل شوي دي.
د لوبډلې په نوملړ کې محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیب الله ځدراڼ، فرمان الله ساپی، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي راغلي دي.
افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کابله د جاپان پلازمېنې ټوکیو ته روانه شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
