تازه خبرونه

یوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې، چې د چارشنبې پر ورځ جوړه شوه؛ په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د نوې مشرې رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او څرګندوي، نړیوالې هڅې باید له اسلامي امارت سره پر عملي همکاریو راوڅرخیږي.

Published

on

 

روسیې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د چلند لپاره عملي تګلاره خپله کړي؛ پر تعامل، اقتصادي مرستو او سیمه‌ییزې همکارۍ ټینګار او له بندیزونو او سیاسي فشارونو ډډه وکړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې، چې د چارشنبې پر ورځ جوړه شوه؛ په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د نوې مشرې رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او څرګندوي، نړیوالې هڅې باید له اسلامي امارت سره پر عملي همکاریو راوڅرخیږي.

نبنزیا ویلي، افغانستان په ۲۰۲۱ز.کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ځینو لویدیځو حکومتونو د اټکلونو خلاف له پراخې ړنګېدنې سره مخ نه‌شو. هغه د« نسبي ثبات» د رامنځته کېدو یوه برخه د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت هڅو ته منسوبه کړه.

نبنزیا زیاته کړې؛ روسیه د« هراړخیزې او واقع‌بینانه تګلارې» ملاتړ کوي؛ داسې تګلاره، چې له افغان حکومت سره پر خبرو، د افغان وګړو د اړتیاوو په پام کې نیولو او د امنیت، اقتصادي پراختیا او ډیپلوماټیکو اړیکو په برخو کې پر همکارۍ ولاړه وي.

هغه د لویدیځو حکومتونو له‌خوا پر بشري حقونو له تمرکز سره مخالفت څرګند کړ.

نبنزیا وایي:« انتخابي او جانبدارانه تګلارې او همداراز د بشري حقونو پر هغو اړخونو له حده زیات تمرکز، چې د لویدیځو مرستندویانو یوې ځانګړې ډلې ته ځانګړی اهمیت لري؛ هیڅ ځای ته نه‌رسوي.»

روسیې په ورته وخت کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو وضعیت له قوم، دین یا جنسیت پرته، زده‌کړو او کار ته د لاسرسي په ګډون څاري.

دغه راز نبنزیا د داسې حکومت د جوړېدو پر لوري د پرمختګ غوښتنه وکړه، چې د افغانستان بېلابېلې قومي او سیاسي ډلې په کې ونډه ولري.

نبنزیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه د داعش خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ دوامداره حضور هم امنیتي ګواښونه وبلل.

روسیې د کوکنارو د کښت د کمولو لپاره د اسلامي امارت له هڅو هرکلی وکړ؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو پر موضوع یې د لا ډېرې پاملرنې او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

مسکو له افغانستان سره د نړیوالو مرستو غوښتنه هم وکړه، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته آزادولو هڅې او د اقتصادي پراختیا ملاتړ په کې شامل دی.

روسیې ویلي، د تعامل او اقتصادي مرستو دوام کولی شي د افغانستان له ثبات او نړیوالې ټولنې ته د دغه هېواد له تدریجي بېرته ادغام سره مرسته وکړي.

امریکا د حساب‌ورکولو غوښتنه وکړه

امریکا په دې غونډه کې پر حساب‌ورکولو، د بندیانو پر خوشې کېدا او د بشري حقونو اړوند اندېښنو ډېر ټینګار وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، واشنګټن به د اسلامي امارت له‌خوا د امریکايي وګړو د معاملې لپاره د وسیلې پر توګه کارول ونه‌زغمي. هغه اسلامي امارت تورن کړ، چې د سیاسي امتیازونو او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له بندیانو څخه ګټه اخلي.

والټز د امنیت شورا له غړیو وغوښتل، چې د اسلامي امارت له‌خوا د نیول شویو امریکايي وګړو او نورو بهرنیو اتباعو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

والټز د ملګرو ملتونو او یونسکو د راپورونو د څرګندونو له مخې ویلي، میلیونونه افغان نجونې لا هم له شپږم ټولګي وروسته له زده‌کړو محرومې دي. هغه همداراز پر هغو محدودیتونو نیوکه وکړه چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو لپاره له کار کولو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو ساحو ته له ننوتلو منع کوي.

والټز دا پوښتنه هم مطرح کړې؛ نړیواله ټولنه به تر کومه وخته له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوي، پرته له دې، چې د پام وړ بدلونونه وویني.

هغه وپوښتل:« د بشري حقونو د سرغړونو په اړه به د ملګرو ملتونو څو نور راپورونه خپریږي؟! د بدلون غوښتنې لپاره به د امنیت شورا څو نور پرېکړه‌لیکونه صادر شي؟! تر هغې، چې د اندازه کېدو وړ پایلې ووینو، څو نور کاله کولی شو د «تعامل» پر نوم تېر کړو؟»

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي د یوناما د ماموریت له غځولو او اصلاحاتو او همداراز د دې ادارې د نوې مشرې ربای فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او وایي؛ واشنګټن به له نږدې وڅاري، چې آیا د یوناما اصلاح شوی ماموریت به د دې ادارې د ډېر تمرکز او حساب‌ورکولو لامل شي که نه.

Trending

Exit mobile version