تازه خبرونه

یوناما، امریکا او اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې په کابل کې پر خلیفه جومات چاودنه وغندله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په کابل کې پر خلیفه جومات د جمعې د ورځې خونړۍ چاودنه، چې په کې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛  وغندله.

یوناما په ډاګه کړې؛ د خلیفه صاحب پر جومات برید په پلازمېنه او ولایتونو کې پر ملکي اهدافو د بریدونو د لړۍ وروستی دی.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د چاودنې پر مهال په جومات کې د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې هم موجودې وې.

یوناما په ډاګه کړې: د نن ورځې برید، چې د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه او د کوچني اختر په درشل کې ترسره شوې؛ د انسانانو ژوند او دیني حرمت ته پوره سپکاوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې مرستیالې میټ ناډسن ویلي: پر جومات د دغه برید د غندلو لپاره هیڅ ټکي نشته، چې د دې کرغیړن عمل غندنه پرې وشي. دا برید په داسې حال کې رامنځته شوی، چې په ټول افغانستان کې مسلمانان د اختر د نمانځلو لپاره چمتووالی نیسي.

دغه راز د جمعې د ورځې برید د یو شمېر بهرنیو هېوادونو او نړیوالو ټولنو لخوا په پراخه کچه غندل شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د شنبې پر ورځ سهار وختي ټویټ کړی: زه د خلیفه صاحب پر جومات د برید ترڅنګ د تېرې اوونۍ بې رحمانه او وحشتناک بریدونه غندم، چې په کې بې ګناه افغانانو ته ځاني زیانونه رسېدلي دي. دا بریدونه باید پای ته ورسیږي او عاملین باید عدالت ته راکاږل شي.

اروپايي ټولنې هم دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي: يوې بلې چاودنې کابل ولړزاوه؛ د جمعې له لمانځه وروسته يې لمونځ کوونکي د ذکر پرمهال پر نښه کړل او ګڼو کسانو ته يې مرګ و ژوبله واړوله. یادونې ده، چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې د بازارونو او ښوونځيو په ګډون د جومات پر ولسي خلکو هم د وحشیانه او بزدلانه بریدونو لړۍ روانه ده.

اروپايي ټولنې پر افغان چارواکو هم غږ کړی، چې د ټولو افغانانو خوندیتوب او امنیت تامین کړي او له مسوولینو دې پوښتنه وشي.

د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف هم په کابل کې د جمعې ورځې چاودنه په کلکه غندلې او د خلکو پر ځاني زیان یې ژور خپګان او خواشیني ښکاره کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه بیانیه خپره کړه او څرګندوي: مونږ د تروریزم له ننګونې سره د مقابلې لپاره له افغان وروڼو ملاتړ او پیوستون په ډاګه کوو.

په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) عمومي سکرتریت د هر هغه چا په وړاندې، چې له دې بریدونو ملاتړ کوي او یا یې تنظیموي؛ د ټینګ دریځ غوښتنه کړې.

د او آی سي په یو لړ ټویټونو کې څرګنده شوې، چې دا تکراري بریدونه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت بې ثباتي ښيي.

د جمعې د ورځې چاودنه د هغو بریدونو په لړ کې وروستۍ ده، چې ملکي وګړي په کې وژل کیږي.

د پنجشنبې پر ورځ هم د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دوه چاودنې وشوې، چې لسګونه کسان په کې مړه او ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د شپږمې حوزې اړوند د دارالامان په سیمه کې د خلیفه صاحب پر جومات د برید په پایله کې ۵۸ هېوادوال وژل شوي او ۵۸ نور په ټپي بڼه روغتونونو ته رالېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version