تازه خبرونه
یوناما باید په خپلو راپورونو کې پر حقایقو راوڅرخیږي – متقي
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپانې له مخې؛ امیر خان متقي په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان حکومت باید په بهر کې د میشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره دې زمینه برابره شي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او په کابل کې د یوناما د دفتر له مشرې روزا اوتونبایوا سره ولیدل او دواړو خواوو د راستنېدونکو پراړتیاوو، په بهر کې د میشتو افغانانو ستونزو، په هېواد کې پرمختګونو، د خصوصي سکټور پراختیا، پانګونې راجلبولو او نورو مسلو بحث او خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپانې له مخې؛ امیر خان متقي په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان حکومت باید په بهر کې د میشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره دې زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې، چې د قونسلګرۍ خدماتو له وړاندې کولو سره باید په بهر کې د مېشتو افغانانو له بشري حقونو ملاتړ وشي.
امیر خان متقي له یوناما وغوښتل وکړ، چې په خپلو راپورونو کې حقایقو ته پام وکړي، چې د هېواد پرمختګ او هر اړخیز ثبات په سمه توګه نړۍ ته ورسول شي.
دغه راز روزا اوتونبایوا ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.
هغې زیاته کړې؛ یوناما هڅه کوي، چې راستنېدونکو ته د آسانتیاوو برابرولو ترڅنګ په افغانستان کې پانګونې او کاري فرصتونو ته هم زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو استازې ویلي، چې نړیوالې مرستې پر بشري سکټورونو سربېره پراختیایي سکټورونو ته هم پراخې شوې دي او د افغانستان د پرمختګ او فرصتونو په اړه معلومات به د امنیت شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د ناستې په پای کې دواړو خواوو د اسلامي امارت او یوناما ترمنځ د نږدې او ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.