تازه خبرونه

یوناما د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تعامل ته زمینه برابروونکی دی – پوتزل

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال ویلي، که اسلامي امارت پر ښځو بندیزونه لرې کړي؛ ښوونځي، پوهنتون او کار ته د ستنېدو اجازه ورکړي، نو افغانستان به یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي.

مارکس پوتزل د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتونکی دی او ټینګار کوي، چې د بشري حقونو او د ښځو د تعلیم او کارموندنې په برخه کې کومه منځنۍ لار نشته.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ( یوناما ) مرستیال مارکوس پوتزل وايي؛ د ملګرو ملتونو ټولنې امنیت شورا یوناما ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان له نویو واکمنو سره باید اړیکې ونیسي او له نړیوالې انزوا څخه د اسلامي امارت د ایستلو هڅې روانې وساتي.

نوموړی وایي: مونږ باید د افغانستان د واکمنو پیغامونه نړۍ ته ورسوو؛ هغوی له مونږ سره خبرو ته لیواله دي، ځکه دوی مونږ د اړیکو په ښه کولو کې فعال ګڼي. مونږ له چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت ) څخه غواړو، چې د ښځو پر ضد د فرمانونو پر لغو کولو له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي. ما د اسلامي امارت له داسې چارواکو سره نه‌دي لیدلي، چې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د تګ له منع کولو سره همغږي ولري.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی او د دغه هېواد له نیمايي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د هغې د څرګندونو له مخې، د ښځو د کار د بندېدو له کبله اړو کسانو ته پاملرنه ستونزمنه شوې ده. نوموړې دغه راز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راتلونکې غونډې د جوړېدو یادونه هم وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمې استازې باربرا وودوارد وایي: دلته یو لوی بحران دی او دا یوازې زمونږ د همکارانو له کار سره تړاو نه‌لري. لکه څنګه، چې تاسې پوهیږئ په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین روان دي او د افغانستان نږدې نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري؛ ښځو ته د مرستو د وېش په اړه د کار اجازه نه ورکول کېږي او له دې هڅې کړکېچ نور هم ژور شوی دی. تېره میاشت د عربي متحده اماراتو پر مشرۍ د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه بحث وشو، چې راتلونکې رسمي غونډه به یې د سپتمبر په میاشت کې جوړه شي او هیله منه یم، چې ژر تر ژره د دې ستونزې د حل لپاره یو بدلون رامنځته کړو.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د افغانستان د شته ستونزو یوازنۍ حل لار دیپلوماسي، خبرې او تفاهم دی؛ فشارونه او بندیزونه د حل لار نه‌ده.

که څه هم د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو خوندیتوب د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یو مهم شرط دی. اسلامي امارت دا مسئله د هېواد له داخلي مسایلو ګڼي او له ټولو هېوادونو یې غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي او اسلامي امارت له اسلامي شریعت سره سم د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی.

Trending

Exit mobile version