تازه خبرونه
یوناما د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تعامل ته زمینه برابروونکی دی – پوتزل
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال ویلي، که اسلامي امارت پر ښځو بندیزونه لرې کړي؛ ښوونځي، پوهنتون او کار ته د ستنېدو اجازه ورکړي، نو افغانستان به یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي.
مارکس پوتزل د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتونکی دی او ټینګار کوي، چې د بشري حقونو او د ښځو د تعلیم او کارموندنې په برخه کې کومه منځنۍ لار نشته.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ( یوناما ) مرستیال مارکوس پوتزل وايي؛ د ملګرو ملتونو ټولنې امنیت شورا یوناما ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان له نویو واکمنو سره باید اړیکې ونیسي او له نړیوالې انزوا څخه د اسلامي امارت د ایستلو هڅې روانې وساتي.
نوموړی وایي: مونږ باید د افغانستان د واکمنو پیغامونه نړۍ ته ورسوو؛ هغوی له مونږ سره خبرو ته لیواله دي، ځکه دوی مونږ د اړیکو په ښه کولو کې فعال ګڼي. مونږ له چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت ) څخه غواړو، چې د ښځو پر ضد د فرمانونو پر لغو کولو له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي. ما د اسلامي امارت له داسې چارواکو سره نهدي لیدلي، چې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د تګ له منع کولو سره همغږي ولري.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی او د دغه هېواد له نیمايي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د هغې د څرګندونو له مخې، د ښځو د کار د بندېدو له کبله اړو کسانو ته پاملرنه ستونزمنه شوې ده. نوموړې دغه راز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راتلونکې غونډې د جوړېدو یادونه هم وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمې استازې باربرا وودوارد وایي: دلته یو لوی بحران دی او دا یوازې زمونږ د همکارانو له کار سره تړاو نهلري. لکه څنګه، چې تاسې پوهیږئ په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین روان دي او د افغانستان نږدې نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري؛ ښځو ته د مرستو د وېش په اړه د کار اجازه نه ورکول کېږي او له دې هڅې کړکېچ نور هم ژور شوی دی. تېره میاشت د عربي متحده اماراتو پر مشرۍ د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه بحث وشو، چې راتلونکې رسمي غونډه به یې د سپتمبر په میاشت کې جوړه شي او هیله منه یم، چې ژر تر ژره د دې ستونزې د حل لپاره یو بدلون رامنځته کړو.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د افغانستان د شته ستونزو یوازنۍ حل لار دیپلوماسي، خبرې او تفاهم دی؛ فشارونه او بندیزونه د حل لار نهده.
که څه هم د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو خوندیتوب د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یو مهم شرط دی. اسلامي امارت دا مسئله د هېواد له داخلي مسایلو ګڼي او له ټولو هېوادونو یې غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي او اسلامي امارت له اسلامي شریعت سره سم د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی.
تازه خبرونه
یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونهشي او هڅې چټکې نهکړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»
ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.
ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کمعمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.
دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.
د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.
ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
-
لوبی5 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
نړۍ1 day agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
