تازه خبرونه

یوناما د سولې خبرو د بیا پیلیدو لپاره دوحې ته د ډلو له ستنېدو هرکلی کوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) نن دوحې ته د مذاکره کوونکیو له ستنېدو هر کلی څرګند کړی دی.

د یاد بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه خبرې اترې د جګړې د پای او سولې ته د رسیدو لپاره مهمې دي. مذاکره کوونکي له یو لړ پیچلو ننګونو سره مخ شول او ډېر نور کار ورته پاتې دی؛ خو دواړو ډلو د خبرو اترو په لومړي تاریخي پړاو کې، چې په سپټمبر کې پیل شو ښه همکاري درلوده او په تدریجي ډول یې رښتینی پرمختګ وګړ. دوی له ۲۰ ورځنیو رخصتیو مخکې د راتلونکیو خبرو اترو لپاره پر یو کړنلارې هوکړه وکړه او د خبرو اترو د اجنډا مسوده یې سره شریکه کړه او بیا له مشرانو سره یې پرې مشورې وکړې.

دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز څرګنده کړې: زه له دواړو لوریو غواړم؛ له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره زمینه برابره کړي، چې د نورو ډېرو افغانانو وژل کیدل پای ته ورسیږي او یو داسې سیاسي ثبات رامنځته شي، چې د افغان ټولنې د ټولو برخو لپاره د منلو وړ وي.

میرمن لاینز زیاته کړې:  د جګړې دریېل به د سولې د خبرو اترو لپاره ښه چاپېریال رامنځته، خلکو ته به هیلې ورپر برخه او بشري مرسته کوونکیو ته به اجازه ورکړي، چې ېیرې اړینې ژمنۍ مرستې په ټول هېواد کې افغانانو ته ورسوي.

ملګري ملتونه به له دواړو لوریو سره له نږدې په اړیکه کې وي او لکه، چې سرمنشي د سپټمبر په میاشت کې د خبرو اترو د پیل پرمهال وویل، چمتو دي، چې د اړتیا پرمهال مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version