تازه خبرونه
یوناما د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې افتتاحیه غونډه پرانیسته
د کاري ډلې د جوړولو طرحه امنیت شورا ته د وړاندې شوې (S/2023/856) خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو پر بنسټ وه، چې د افغانستان له حاکمو چارواکو سره د دې هېواد د خلکو په ګټه د ښکېلتیا یو نور هم منسجم او همغږی بهیر رامنځته کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د قطر په دوحه کې د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې پسې نن پر انلاین بڼه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د کاري ډلې افتتاحیه غونډه پرانیسته.
د کاري ډلې د جوړولو طرحه امنیت شورا ته د وړاندې شوې (S/2023/856) خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو پر بنسټ وه، چې د افغانستان له حاکمو چارواکو سره د دې هېواد د خلکو په ګټه د ښکېلتیا یو نور هم منسجم او همغږی بهیر رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له دغې آنلاین غونډې وروسته ویلي: د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه د افغانستان لپاره یوه مهمه موضوع ده، چې هم پر کلیوالي سیمو او هم د سمې پر سوله او ثبات اغېز کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړ، چې په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید د تېر کال پر پرتله سږ کال ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
