تازه خبرونه

یوناما راستنېدونکو افغانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره کار کوي

له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د راستنېدو لړۍ له رازیاتېدو سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوي پلاوي یا یوناما مشرې روزا اتونبایوا دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال محمد نعیم سره د لیدنې پر مهال کړي او ټینګار یې کړی، چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او دوی ته به د ژوند د لومړنیو آسانتیاو د برابرولو لپاره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۵, ۱۴۰۴

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې ويلي؛ دا اداره هڅه کوي، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.

له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د راستنېدو لړۍ له رازیاتېدو سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوي پلاوي یا یوناما مشرې روزا اتونبایوا دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال محمد نعیم سره د لیدنې پر مهال کړي او ټینګار یې کړی، چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او دوی ته به د ژوند د لومړنیو آسانتیاو د برابرولو لپاره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له مرستو ستاینه وکړه او له یوناما یې وغوښتل، چې راستنېدونکو ته د بنسټیزو آسانتیاوو په برابرولو کې خپل ملاتړ ته روان وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي؛ محمد نعیم په دې لیدنه کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له مرستو ستاینه وکړه او له یوناما یې وغوښتل، چې راستنېدونکو ته د بنسټیزو آسانتیاوو په برابرولو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه راز بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د روزا اتونبایوا د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړې له افغانانو سره پر مرستې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یوناما هڅه کوي راستنېدونکو افغانانو ته د ژوند آسانتیاوو پر برابرولو سربېره مناسب کاري فرصتونه هم برابر کړي.

دغه راز د سره صلیب فډارسیون او افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې له پاکستان څخه د کډوالو په زوره را ایستلو په افغانستان کې وضعیت خراب کړی او د چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره یې هڅې پېچلې کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ راپدېخوا تر اوسه نږدې یو میلیون افغانان له پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.

دغه راز د سره صلیب فډراسیون او افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې څه باندې ۱۴۴ زره او ۵۰۰ نور کسان یوازې په اپریل میاشت کې افغانستان ته جبري را ایستل شوي، چې له دې ډلې څه باندې ۲۹ زره او ۹۰۰ تنه په زوره را ایستل شوي دي.

د یادونې ده، چې د روانې میاشتې په اوږدو کې پر منځنۍ کچه هره ورځ ۴ تر ۶ زره افغانان هېواد ته را ستنیږي.

Trending

Exit mobile version