تازه خبرونه

یوناما له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۴۰۰)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) نن چارشنبه د چنګاښ ۲۳ ویلي، چې دا بنسټ د افغانستان په جنګ ځپلیو سیمو کې له بشري حقونو ښکاره سرغړونو اندېښمن کړی دی.

یوناما ویلي؛ په روانو جګړو کې وژنو، ناوړه چارچلند، ځورونې او پراخ تبعیض وېره او ناامني رامنځته کړې، چې باید ودریږي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې د دغو پېښو عاملین باید عدالت ته راکښل شي.

ملګرو ملتونو په جګړو کې له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي، چې د افغانانو په ځانګړي توګه دې د نجونو بشري حقونو او پت ته درناوی وکړي.

یوناما ویلي، چې د ملکي تلفاتو  د مخنیوي یوازنۍ لار د سولې خبرې دي، چې په هېواد کې سیاسي حل لاره رامنځته کړي.

یوناما زیاته کړې؛ هغوی، چې د افغانستان او د خلکو راتلونکي ته پاملرنه کوي باید د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي او د هېواد بېخبناوې وساتې.

یوناما ویلي، چې د افغانستان او خلکو له راتلونکي سره مینه لري؛ افغانان باید د سولې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي او د هېواد بېخبناوې له ړنګېدو وژغوري.

دغه بنسټ د لوی اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه کړې، چې له یوې خوا زیانمنو افغانانو ته د خوښۍ چاپېریال برابر او له بلې خوا د سولې خبرو ته د پرمختګونو زمینه ته رامنځته ته شي.

Trending

Exit mobile version