تازه خبرونه

یوناما هېواد ته د راستنو شویو افغانانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۴, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د ټولو هغو افغانانو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې، چې هېواد ته راستانه شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایېوا له دولتي چارواکو سره د خپلو کتنو په لړ کې دا ځل د کانونو او پترولیم له وزیر او  شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون له مشر شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي، هغه کسان، چې هېواد ته راستانه شوي، د افغانستان په پرمختګ کې دې د ونډې اخیستو حق ورکړ شي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي: یوناما غواړي د ټولو هغو افغانانو حقونه خوندي شي، چې هېواد ته راستانه شوي او وکولی شي د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د کانونو وزیر او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمسیون  مشر شهاب الدین دلاور د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ته ویلي، چې په بهر کې میشت ټول افغانان کولی شي په ازاده توګه هېواد ته راستانه شي او په پرمختیایي چارو کې ونډه تر سره کړي.

شهاب الدین دلاور په دې ناسته کې څرګنده کړې؛ اسلامي امارت د ولس د هوساینې لپاره کار کوي او په بهر کې میشت ټول افغانان کولی شي په آزاده توګه هېواد ته راستانه شي.

کارپوهان په دې باور دي، چې ملګري ملتونه د افغانستان د سیاسي جوړجاړي په برخه کې فعال رول لوبولی شي؛ خو یو شمېر نور بیا وايي، د سیاسي فعالیت د زمینې نشتوالی او د بېوزلۍ د کچې لوړوالی د دې لامل شوي، چې سیاسي څېرې هېواد ته راستانه نشي.

له شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ څه باندې زر افغان شخصیتونه، چې پخواني دولتي او نادولتي چارې یې ترسره کولې هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن له غرمې وروسته د پخواني ولسمشر اشرف غني سلاکار داوود ګلزار هم د دغه کمیسیون له لارې هېواد ته راستون شوی دی.

Trending

Exit mobile version