Connect with us

تازه خبرونه

په تېرو درې میاشتو کې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له کبله ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي – یوناما

یوناما وایي؛ د ملکي وګړو ډېره مرګ او ‌ژوبله د جون د اته‌ویشتمې په هغو هوايي بریدونو کې اوښتې، چې د پکتیکا، کونړ او پکتیا ولایتونه یې پر نښه کړي وه.

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان کال د اپریل له لومړۍ څخه د جون تر دېرشمې پورې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له کبله په افغانستان کې ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې شپږ ښځې او ۳۱ ماشومان دي.

یوناما وایي؛ د ملکي وګړو ډېره مرګ او ‌ژوبله د جون د اته‌ویشتمې په هغو هوايي بریدونو کې اوښتې، چې د پکتیکا، کونړ او پکتیا ولایتونه یې پر نښه کړي وه.

یوناما زیاته کړې؛ له یاد وخت راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وسله‌وال تاوتریخوالو له کبله د ملکي تلفاتو ۳۹۹ پېښې ثبت شوي، چې ۵۷ وژل شوي او ۳۴۲ ټپیان دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، د ټولو قربانیانو له ډلې ۴۰ ښځې او ۱۱۲ ماشومان هم دي او د دغو تلفاتو اصلي لاملونه هوايي بریدونه او ځمکنۍ نښتې بلل شوې دي.

دغه راز د «روادارۍ » بشري حقونو بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې د پاکستان د پوځي واکمنۍ په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱۵ نور ټپیان دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، د دغو بریدونو له کبله له ۲۹زره څخه ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوي او سلګونه عامه بنسټیز جوړښتونه، د درملنې مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او د استوګنې کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

«روادارۍ» بنسټ زیاته کړې، دغه زیانونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لږ تر لږه ۵۰ بریدونو له کبله ثبت شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په کابل کې د روږدو پر «امید» نومي روغتون برید د دې مودې تر ټولو خونړۍ پېښه وه، چې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان په کې وژل شوي یا ټپیان دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې ځینو بشري حقونو بنسټونو پخوا هم دا بریدونه جنګي جنایتونه بللي او د عاملانو د حساب‌ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځي واکمنۍ بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او د اسلام‌آباد هغه ادعاوې یې بې‌بنسټه ګڼلې، چې ګواکې وسله‌وال کسان یې پر نښه کړي دي. دې وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ د پاکستان هغه څه وغندي، چې دوی یې« تیري کوونکي اقدامات» بولي.

په کابل کې د پاکستان سفارت یوناما ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت مخالفې وسله‌والې ډلې اوس هم د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخلي. دا هغه ادعا ده، چې اسلامي امارت یې ردوي او بې‌بنسټه یې بولي.

تازه خبرونه

په پاکستان کې افغان کډوال«د نیول‌کېدا او ایستل‌کېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.

Published

on

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې ویلي؛ په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د نیول‌کېدا او ایستل‌کېدا له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي، چې له کبله یې روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.

بې‌پولې ډاکترانو ټولنې یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغان کډوال دې جبري ایستلو ته نه اړ کوي.

دې بنسټ له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

یادې ټولنې د نجیب نومي یوه افغان کډوال بېلګه هم یاده کړې، چې د ثبت د ثبوت معتبر کارت یې درلود؛ خو د پولیسو د عملیاتو پر مهال نیول شوی و. د راپور له مخې، دې پېښې د هغه پر امیندواره مېرمن سخت رواني اغېز کړی او نوموړې د بیا نیول کېدا له وېرې د درملنې له ځنډولو وروسته خپل ماشوم له لاسه ورکړی دی.

بې‌پولې ډاکترانو خبرداری ورکړی، چې د ایستلو روان کمپاین د کډوالو د عاید سرچینې هم ګډوډې کړې او ډېرې کورنۍ یې د بې‌وسۍ او نامعلوم راتلونکي له ګواښ سره مخ کړې دي.

د دې ټولنې ګرځنده روغتیايي ډلې سږ کال د بلوچستان په کوټه ښار کې د افغان کډوالو ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده. د ارزول شویو ماشومانو له ډلې ۳۳.۳ سلنه په حادې خوارځواکۍ اخته ول، چې ۷.۶ سلنه یې له سختې او ۲۵.۷ سلنه یې له منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ سره مخ ول.

د رغېدل شویو خوارځواکو ناروغانو نږدې ۹۰ سلنه افغان کډوال دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول.

 

پاکستان د ۲۰۲۳ز.کال په نومبر کې د افغانانو د بېرته ستنولو طرحه پیل کړه. په لومړي پړاو کې بې‌اسناده افغانان پر نښه شول؛ خو وروسته دا لړۍ د افغان تابعیت کارت او د ثبت د ثبوت کارت لرونکو ته هم وغځېده. د جولای پر لسمه پاکستاني چارواکو د هغو افغانانو د نیولو او چټکې ایستنې امر وکړ، چې معتبرې ویزې نه‌لري.

بې‌پولې ډاکترانو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د څرګندونو له مخې ویلي، چې تر اوسه له ۲.۵ میلیون ډېر افغانان د دغې طرحې له مخې له پاکستان څخه ستانه شوي، چې ډېری یې په خپله خوښه  ستانه شوي نه‌دي.

بې‌پولې ډاکترانو د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې جبري ستنول وځنډوي او هر ډول بېرته ستنېدا پخپله خوښه، خوندي، باعزته او د نړیوالو بشري مکلفیتونو له مخې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري ایستل زیات شوي او هره ورځ زرګونه افغانان هېواد ته جبري ستنېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

آلمان لومړی بې‌جرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی

د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې آلمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره یو بې‌جرمه افغان وګړی هم افغانستان ته جبري ایستلی دی.

د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.

ویل کېږي نوموړي هڅه کړې، چې په یوه بل اروپايي هېواد کې استوګنه ترلاسه کړي؛ خو د ناقانونه حضور له کبله وپېژندل شو او بېرته آلمان ته ولېږدول شو. له هغې وروسته بیا افغانستان ته جبري و ایستل شو.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه کس له هغو ۳۱ افغانانو څخه و، چې د سې‌شنبې پر ورځ له آلمان څخه افغانستان ته ولېږدول شول. د آلماني چارواکو د معلوماتو له مخې، پاتې ۳۰ کسان پر جرمي جرمونو محکوم شوي وه.

آلمان له ۲۰۲۴ز.کال راپدېخوا د افغانانو د ایستلو لړۍ بېرته پیل کړې ده، چې د بشري حقونو د وضعیت او د بېرته ستنېدونکو د برخلیک په اړه له پراخو اندېښنو او نیوکو سره مخ دی.

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، د دې بهیر له بیا پیل راپدېخوا له ۲۰۰ ډېر افغانان له آلمان څخه ایستل شوي او لږ تر لږه یو تن یې افغانستان ته له ستنېدا وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشري حقونو بنسټونو څو ځله له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پر مهال د انساني پایلو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې ونیسي.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره پر پراختیايي پروژو خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) نوي استازي تورهان صالح د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ، چې یاد پروګرام به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې پراختیايي پروژې او د ظرفیت لوړونې چارې روانې وساتي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۷, ۱۴۰۵

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سې‌شنبې پر ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(UNDP) له نوي ټاکل شوي استازي تورهان صالح سره لیدنه وکړه.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) نوي استازي تورهان صالح د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ، چې یاد پروګرام به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې پراختیايي پروژې او د ظرفیت لوړونې چارې روانې وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي فعالیتونو، د راستنېدونکو کډوالو د ادغام، روغتیا، کرنې، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د بدیل معیشت، چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو په اړه خبرې شوې دي.

تورهان صالح د ۲۰۲۶ز. کال د جولای له پېنځلسمې راپدېخوا په افغانستان کې د یاد پروګرام د استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117