تازه خبرونه
یوناما او د امریکا سفیر د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان هرکلی کړی
په کابل کې د امریکا سفیرجان بس او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازولۍ مشر تدامیچي یاماموتو د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلام هرکلی کړی دی.
یوناما د ټاکنو خپلواکو بنسټونو هڅې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه ستایلي دي.
په افغانستان کې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي دي: د افغانستان خلک له ګواښونو سره سره د سپتمبر پر۲۸ کال ۲۰۱۹ / د تلې ۶کال ۱۳۹۸ د یوې روښانه راتلونکې لپاره خپلې رایې وکارولې او دا رای ورکوونکي د دغې مدني دندې د تر سره کولو لپاره د ستایلو وړ دي. اوس ټولې ښکېلې خواوې باید د خپلو ژمنو د خوندي کولو لپاره ټاکنې تر وروستي پړاوه ورسوي.
نوموړي زیاته کړې: هره پرېکړه، چې د وروستي پړاو لپاره دغه مدیریتي او ټاکنیز بنسټونه تر سره کوي؛ باید قانوني او فني ارزښتونو ته پاملرنه وکړي او د افغانستان خلکو ته دا بهیر روڼ تر سره کړي.
د یوناما مشر څرګنده کړې؛ ټول نوماندان وخت لري، د ټاکلي میکانیزم له مخې په ټاکلیو ورځو کې خپلې قانوني غوښتنې او اندېښنې وړاندې کړي او دغه راز د شکایتونو خپلواک کمیسیون دنده لري، چې تر لاسه شوی شکایت روڼ او بشپړ وڅېړي، چې د ټاکنو بهیر پرې بشپړ شي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې ټول افغانان باید پوه شي، چې دا لومړنۍ پایلې دي؛ دوی دې ډاډمن وي، چې د وروستیو پایلو تر اعلان پورې نور څو پړاوونه هم پاتې دي.
په کابل کې د فرانسې سفارت هم څرګنده کړې؛ مونږ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو ډاګیزه کول ستایو او په دې هیله یو، چې د ټاکنو بهیر بشپړ شي. د افغانستان خلک د ټاکنو تر پایه د ټولنیزو، باور وړ اومنل شوي ټاکنیز بهیر د تر سره کولو حق لري.
د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، چې د یکشنبې پر ورځ( د مرغومې لومړۍ) اعلان شوې؛ داکتر اشرف غني په سلو کې د ۵۰٫۶۴ رایو په تر لاسه کولو لومړی شوی او داکترعبدالله عبدالله د ۷۲۰۹۹۰ رایو پخپلولو دوه یم مقام ګټلی دی.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ5 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ19 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
