سیمه ییز خبرونه

یونیسف په پکتیکا او خوست کې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ درسي ټولګي جوړکړي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې د ماشومانو د زدکړو لپاره ۱۴۰ ټولګي جوړ کړي دي.

یونیسف تویت کړی، چې دې پروژې ۴۰۰۰ ماشومانو ته د زدکړې او درس ویلو زمینه برابره کړې ده.

د شنبې پر ورځ د اسلامي امارت چارواکو په پکتیا کې د منځنیو ښوونځیو او لیسو د نجونو ټولګي وتړل، چې د سیمه ییزو قومي مشرانو، د ښوونځيو د مدیرانو او چارواکو پر سپارښتنه څو اونۍ پرانستل شوي وه.

د روانې میاشتې په څو اوونیو کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د څمکنیو ولسوالۍ د نجونو پېنځه منځني ښوونځي او لیسې د پوهنې وزارت له رسمي اجازې پرته زدکړې پیل کړې؛ خو د شنبې پر ورځ، ټول پېنځه ښوونځي یو ځل بیا وتړل شول.

له تړل کېدو وروسته يو شمېر ښځينه زدکوونکیو د خپلو ښوونځيو د تړلو په غبرګون کې لارو او کوڅو ته راووتې او د د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مخې ته یې د پوهنې د حق او اړوند ښوونځیو د پرانیستلو غږونه راپورته کړل.

سیمه ییزو ولسي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي، چې پر راټولو شویو نجونو طالبانو هوايي ډزې وکړې او ناهیلې کورونو ته ستنې شوې.

په پکتیا کې سیمه ییزو چارواکو پدې اړه څه ندي ویلي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دې مخکې یوې رسنۍ ته د دغه درسي بهیر د پیل په اړه  ویلي وه، چې د دغه اقدام په اړه له جزئیاتو خبر ندی.

هغه په ډاګه کړې وه، چې زه تر اوسه پدې اړه تفصيلي معلومات نلرم او پلټنې روانې دي، چې دا ښوونځي د کومو تدابيرو لاندې او د چا پر لارښوونه پرانيستل شوي دي.

د یادونې ده، چې له پکتیا مخکې د افغانستان په ځينو نورو شمال او لویدیځو ولایتونو کې هم د نجونو منځني ښوونځي او لیسې پرانیستل شوي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې د پرانستنې په اړه رسمي دريځ ندی څرګند کړی.

Trending

Exit mobile version