Connect with us

تازه خبرونه

یونیسکو د جنورۍ ۲۴ د زده‌کړو نړیواله ورځ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې کړه

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۱, ۱۴۰۱

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي ادارې یا یونیسکو د ۲۰۲۳ ز. کال د جنورۍ څلیریشتمه د زده‌کړو نړیواله ورځ؛ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې کړې ده.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو علمي او فرهنګي بنسټ یا یونیسکو  وايي؛ پرېږدئ، چې افغان نجونې او ښځې زده‌کړې وکړي!

د یونسکو مشرې آدري ایزولي د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر سمدستي خوندي کولو د ټینګار تر څنګ ویلي؛ په نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نشته، چې د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونیسي.

ښوونې او روزنې ته د افغان ښځو او نجونو بنسټیز حق دی او د یونسکو یوه اړینه غوښتنه ده.

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي ادارې ویلي: هرڅوک د زده‌کړې حق لري؛ خو په افغانستان کې نجونې او ښځې له دغه اساسي حق څخه بې برخې دي. دغه ویجاړوونکې پرېکړه، له سترو ننګونو سره سره، په تېرو شل کلونو کې د پوهنې په برخه کې شوې سترې لاسته راوړنې له منځه وړي. افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې زده‌کړو ته د نجونو او ښځو لاس رسی بندوي. د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د څلیریشتمې په مناسبت، چې د پوهنې نړیواله ورځ ده، یونیسکو غوښتنه کوي، چې زده‌کړو ته له ځنډ او بحث پرته د افغان نجونو لاسرسی یقني شي.

په پام کې ده، چې يونيسکو د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د روانې مياشتې پر څلیریشتمه نېټه د دغې ټولنې د سرمنشي او نورو چارواکو په ګډون د تعلیم په اړه غونډه وکړي. د دې غونډې تمرکز به د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو وي.

د نظر خاوندانو او کارپوهانو ويلي، چې د ښځو او نجونو زدکړه په اسلامي ټولنو کې د پرمختګ، سولې او سوکالۍ کلي ده.

د رییس الوزرا دوه‌يم مرستيال په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيالې سره په ليدنه کې ويلي وه، چې اسلامي امارت د اسلامي شريعت له مخې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دى.

عبدالسلام حنفي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې بشري مرستې له سیاسي مسلو سره و نه‌تړي.

له هغې وروسته، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په هېواد کې د نجونو منځني او عالي ښوونځي تړل شوي دي.

په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت لخوا په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړې او په انجوګانو او خصوصي موسسو کې د حجاب پر لامل د ښځو دندې هم وځنډول شوې، چې په افغانستان کې دننه او بهر یې غبرګونونه راپارولي دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!