تازه خبرونه
یونیسکو د جنورۍ ۲۴ د زدهکړو نړیواله ورځ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې کړه
د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي ادارې یا یونیسکو د ۲۰۲۳ ز. کال د جنورۍ څلیریشتمه د زدهکړو نړیواله ورځ؛ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې کړې ده.
په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو علمي او فرهنګي بنسټ یا یونیسکو وايي؛ پرېږدئ، چې افغان نجونې او ښځې زدهکړې وکړي!
د یونسکو مشرې آدري ایزولي د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر سمدستي خوندي کولو د ټینګار تر څنګ ویلي؛ په نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نشته، چې د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونیسي.
ښوونې او روزنې ته د افغان ښځو او نجونو بنسټیز حق دی او د یونسکو یوه اړینه غوښتنه ده.
د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي ادارې ویلي: هرڅوک د زدهکړې حق لري؛ خو په افغانستان کې نجونې او ښځې له دغه اساسي حق څخه بې برخې دي. دغه ویجاړوونکې پرېکړه، له سترو ننګونو سره سره، په تېرو شل کلونو کې د پوهنې په برخه کې شوې سترې لاسته راوړنې له منځه وړي. افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې زدهکړو ته د نجونو او ښځو لاس رسی بندوي. د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د څلیریشتمې په مناسبت، چې د پوهنې نړیواله ورځ ده، یونیسکو غوښتنه کوي، چې زدهکړو ته له ځنډ او بحث پرته د افغان نجونو لاسرسی یقني شي.
په پام کې ده، چې يونيسکو د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د روانې مياشتې پر څلیریشتمه نېټه د دغې ټولنې د سرمنشي او نورو چارواکو په ګډون د تعلیم په اړه غونډه وکړي. د دې غونډې تمرکز به د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو وي.
د نظر خاوندانو او کارپوهانو ويلي، چې د ښځو او نجونو زدکړه په اسلامي ټولنو کې د پرمختګ، سولې او سوکالۍ کلي ده.
د رییس الوزرا دوهيم مرستيال په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيالې سره په ليدنه کې ويلي وه، چې اسلامي امارت د اسلامي شريعت له مخې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دى.
عبدالسلام حنفي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې بشري مرستې له سیاسي مسلو سره و نهتړي.
له هغې وروسته، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په هېواد کې د نجونو منځني او عالي ښوونځي تړل شوي دي.
په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت لخوا په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړې او په انجوګانو او خصوصي موسسو کې د حجاب پر لامل د ښځو دندې هم وځنډول شوې، چې په افغانستان کې دننه او بهر یې غبرګونونه راپارولي دي.