سیمه ییز خبرونه

یوه هندي مسافر وړونکې الوتکه له الوتنې لږ وروسته وغورځېده 

لومړني راپورونه ښيي؛ په الوتکه کې ۲۴۲ کسان، دوه پیلوټانو ​​او ۱۰ عمله په کې ول.

Published

on

نن پنجشنبه( د غبرګولي دوه‌ویشتمه) ایر انډیا بوینګ ۷۸۷-۸ الوتکه د انګلستان ګټ‌ویک ته روانه وه، چې د هند پر وخت د ماسپښین ۱:۳۵ د ګجرات په اړوند سیمه کې له الوتنې لږ وروسته وغورځېده.

لومړني راپورونه ښيي؛ په الوتکه کې ۲۴۲ کسان، دوه پیلوټانو ​​او ۱۰ عمله په کې ول.

الوتکې د ۶۲۵ فوټ لوړوالي ته نږدې د رادار اړیکه له لاسه ورکړه او له الوتنې پېنځه دقیقې وروسته د مګاني نګر د استوګنې په سیمه کې ولوېده.

عیني شاهدانو او سیمه‌ییزو رسنیو د لویو چاودنو او د پېښې له ځای څخه د تورو لوګیو له راوتلو راپور ورکړی دی.

د پېښې په ځای کې د بېړنیو خدماتو پرسونل ویلي، چې د تلفاتو شمېر به شاید ډېر وي؛ خو کره شمېر یې تر دې  تائید شوی ندی.

دې پېښې ته د مرستې رسولو درې ډلې؛ د اور وژنې واحدونه، امبولانسونه او پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

د ملکي هوايي چلند وزیر رام موهن نایډو کنجاراپو حیران شوی او وایي، چې “ټول د هوایي چلند او بېړني غبرګون واحدونه چمتووالی لري.

سیمه‌ییزو رسنیو همغږۍ راپور ورکړی دي.

د ایر انډیا رییس ناتاراجان چندراسکاران پر پېښه “ژوره خواخوږي” څرګنده کړې او تائیدوي، چې د زیانمنو د کورنیو غړو ته یې د بېړني ملاتړ مرکزونه جوړ کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې VT-ANB الوتکې ۱۶۹ هندي، ۵۳ بریټاانوي، ۷ پرتګالي او ۱ کاناډایی مسافر لیږدول.

د احمد آباد هوایي ډګر تړلی پاتې دی او چارواکي الوتنې نږدې مرکزونو ته لېږدوي.

Trending

Exit mobile version