نړۍ
یوه وسلوال په آیډاهو کې د اور وژنې دوه کارکوونکي ووژل
د کوټنای ښارګوټي مشر باب نوریس ویلي، چې د یکشنبې پر شپه له هغې وروسته، چې د تاکتیکي غبرګون ډلې د ګرځنده ټیلیفون پر کارولو ځنګلي سیمې ته “ننوتل” پیل کړل؛ نو د شکمن کس مړی یې له وسلې سره نږدې وموند او ورسره د پټېدو سپارښتنه هم لغوه شوه.
چارواکو ویلي؛ یوه وسلوال د یکشنبې پر ورځ په ځنګل کې له اور لګولو وروسته د شمالي آیډاهو په غرنۍ سیمه کې پر اوروژونکو ډزې وکړې، چې د څو ساعتونو د ډزو په بهیر کې دوه اور وژونکي ووژل شول او لږترلږه یو کس ټپي شو.
د کوټنای ښارګوټي مشر باب نوریس ویلي، چې د یکشنبې پر شپه له هغې وروسته، چې د تاکتیکي غبرګون ډلې د ګرځنده ټیلیفون پر کارولو ځنګلي سیمې ته “ننوتل” پیل کړل؛ نو د شکمن کس مړی یې له وسلې سره نږدې وموند او ورسره د پټېدو سپارښتنه هم لغوه شوه.
اسوشیټیډ پرس د دوشنبې پر سهار راپور ورکړ، چې چارواکو د هغه نوم ندی خپور کړی او نه یې ویلي، چې څه ډول ټوپک موندل شوی.
نوریس د یکشنبې پر شپه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: “مونږ باور لرو، چې شکمن کس ډزې پیل کړي او دا یو قصدي برید و او اور وژونکو چانس نه درلود.”
د اړوند سیمې چارواکو ویلي، چې عملې د ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰د کور ډالن د شمال په کنفیلډ غره کې خپل غبرګون ښکاره کړ او له شاوخوا نیم ساعت وروسته د ډزو غږونه راپور شول.
پلټونکو ویلي، چې وسلوال یوازې و.
نوریس ویلي: “مونږ باور لرو، چې په هغه غره کې ډزې کوونکی هغه وخت یوازې و.”
د روغتون ویاند کیم انډرسن ویلي؛ درې قربانیان د کوټنای روغتون ته راوړل شوي.
هغه زیاته کړې؛ دوه کسانو زمونږ د رسېدو پر مهال مړه شول او درېیم د ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.
نوریس وایي، ټپي اور وژونکی له جراحي وروسته “د ژوندي پاتې کېدو لپاره هیله من دی” او حالت یې د اندېښنې وړ ندی.
مرسته کوونکو د مرستې لپاره بېړنۍ غوښتنې وکړې: “دلته ټول پر ډزو لګېدلي … اوس د قانون پلي کونکي راواستوئ.”
قومندان برډ لیټل ویلي، چې د اور وژنې څو کسه تر برید لاندې راغلي دي.
لیټل په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ “دا د زړورو اور وژونکو پر وړاندې یو ناوړه مستقیم برید دی. له ټولو آیډاهویانو څخه غواړم، چې دوی او د دوی د کورنیو لپاره دعا وکړي، چې په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړو.”
نوریس ویلي؛ داسې ښکاري، چې وسلوال په کمین کې پټ و او له یوه ځوکاکمن ټوپک څخه یې کار اخیستی و.
هغه ویلي، چې مرستیالانو ته یې د ځوابي ډزو سپارښتنه کړې ده.
لکه څنګه، چې تمه کېده د اور وژونکو مړي د واشنګټن سپوکن ښار ته مازیګری رسنیز کنفرانس د پیل هممهاله را ورسیدل او د اور وژونکو او قانون پلي کوونکو موټرو لخوا بدرګه کیدل. د موټرو د تېرېدو پر مهال اور وژونکو او نورو کسانو ورته سلامي او درناوی وکړ.
