(Last Updated On: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۲)د دوشنبې پر ورځ یوې زورورې زلزلې د جاپان مرکزي او د لوېدیځ ساحل سیمې ولړزولې او اوسیدونکي یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
له دغې زلزلې وروسته په زرګونو کورونو کې برښنا پرې شوه او ځپل شویو سیمو ته الوتنې او ریلي خدمات هم وځنډېدل.
رویټرز خبري اژانس د جاپان د NHK ټلویزیوني شبکې د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ دې د رښتر پر کچه ۷ اعشاریه ۶ درجې زلزلې د جاپان د بحیرې د سواحلو په څنډو کې شاوخوا یو متره څپې رامنځته هم کړې.
په جاپان کې له دې د لویې څپې د راتلو اټکل شوی دی.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې له سونامي هم خبرداری ورکړی دی. روسیې هم خبرداری ورکړی، چې د دوی په دوه ختیځو ښارونو کې د سونامي شونتیا ډېره ده.
لومړي وزیر فومیو کیشیدا پر NHK خپره شوي تبصره کې ویلي، چې چارواکي اوس هم د زیان اندازه ارزوي او اوسیدونکي اړ دي، چې د نورو زلزلو لپاره چمتووالی ونیسي.
کیشیدا وایي، اوسیدونکي باید د نورو احتمالي زلزلو لپاره ډېر چمتووالی ولري او زه د هغو سیمو له خلکو څخه، چې د سونامي تر ګواښ لاندې دي؛ د وتلو غوښتنه کوم.
د NHK خپاره شوي انځورونه ښیي، چې د سوزو په ساحلي ښار کې یوه ودانۍ نړیدلې او دوړې ترې راپورته کیږي او د کانازاوا ښار اوسیدونکي د میزونو لاندې ناست دي؛ ځکه، چې زلزلې یې کور ولړزاوه. دغې زلزلې د پلازمېنې توکیو په څنګ کې پرتو سواحلو کې هم ودانۍ ولړزولې.
د برښنایي اسانتیاوو برابرونکی هوکوریکو برښنايي پاور ویلي، په ایشیکاوا او تویاما سیمو کې له ۳۶۰۰۰ څخه د زیاتو کورنیو برښنا پرې شوې ده.
ایشیکاوا ته د تیز رفتار ریلي خدمات ځنډول شوي. په داسې حال کې، چې د مخابراتو آپریټرانو Softbank او KDDI د دوی د اوبپاڼو د څرګندونو له مخې؛ په ایشیکاوا او نیګاتا کې د ټیلیفون او انټرنیټ خدمات خنډېدلي دي.
د جاپان هوايي شرکت ANA له زلزلې وروسته څلور الوتکې، چې تویاما او ایشیکاوا هوای ډګرونو ته پر لاره ولبېرته راوګرځولې.
د جاپان د اټومي مقرراتو ادارې ویلي، چې د جاپان د ساحلي سیمو د اټومي برښنا په کارخونو او د فوکوی ولایت د کانسای برښنا د اوهي او تاکاهاما په پلانټونو کې د پېنځه فعالو ریکټورونو په ګډون هیڅ ډول بې نظمۍ تائید شوې نهده
د ۲۰۱۱ ز.کال د مارچ پر ۱۱ نېټه د جاپان په شمال ختیځ کې یوې لویې زلزلې او سونامي شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه کړل، ښارونه یې ویجاړ او په فوکوشیما کې یې اټومي بټۍ ذوب کړه.