تازه خبرونه

یوې کوریایي جوړې په خپل موټر کې افغانستان ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۸, ۱۴۰۲)

یوه کوریايي جوړه په خپل موټر کې، چې ځانګړې اسانتیاوې او ځانګړنې لري؛ له ۶ هېوادونو راتېره او د افغانستان شمالي ولایت بلخ ته رارسیدلې ده.
دغه کوریايي جوړه له روسیې، منګولیا، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان څخه پر تېرېدو افغانستان ته ننوتې ده.
دې کورنۍ د خپل سفر موخه د افغانستان د روان وضعیت ارزونه، د افغانانو د فرهنګ، دودونو، تاریخي سیمو او دمه‌ځایونو لیدنه او پرې پوهېدنه پر ګوته کړې ده.
دوی ويلي: په خپل ځانګړي موټر کې یې، چې د تېلو، ګازو او لمرینو وړانګو پر سیستم سمبال دی؛ سفر کړی دی.
کوریايي سیلاني پارخونمین وایي: زه له جنوبي کوریا څخه راغلی یم. له روسیې، منګولیا، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان څخه مې هم لیدنه کړې. زما د همکارې نوم بلیلا دی. زه له خپلې میرمنې سره یو ځای راغلی یم. افغانستان یو ډېر امن هېواد دی، خلک یې مینه ناک دي، دوی زما سره ډېره مرسته کوي او زه افغان خواړه او افغان دودونه خوښوم.
دوی ویلي، چې د سفر له پیل راپدیخوا هوتل ته نه‌دي تللي او د خوب خونه، تشناب او پخلنځي یې په موټر کې دي.

Trending

Exit mobile version