تازه خبرونه
یو خصوصي شرکت کابل ښار ته د پنجشېر سیند د اوبو پر لېږدولو پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه
په دې لیدنه کې، چې نن (پنجشنبه د زمري دېرشمه) ترسره شوه؛ د شرکت چارواکو ویلي، چې د تخنیکي اسنادو او معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به دوی خپلې تخنیکې ډلې د پروژې ساحې ته واستوي او د پروژې سروې او ډیزاین به په دوه اوونیو کې بشپړ کړي.
د یوې خصوصي شرکت چارواکو د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په یوه لیدنه کې له پنجشیې سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
په دې لیدنه کې، چې نن (پنجشنبه د زمري دېرشمه) ترسره شوه؛ د شرکت چارواکو ویلي، چې د تخنیکي اسنادو او معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به دوی خپلې تخنیکې ډلې د پروژې ساحې ته واستوي او د پروژې سروې او ډیزاین به په دوه اوونیو کې بشپړ کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال هم په دې برخه کې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د انرژۍ او اوبو وزارت ته یې سپارښتنه وکړ، چې شرکت ته دې د پروژې پورې اړوند ټول اسناد چمتو کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده او باید چټک کار پرې وشي.