تازه خبرونه
یو شرکت د شهدا او معلولینو له وزارت سره د ۳۰ زره جوړو بوټانو مرسته وکړه
د کان کیندنې، کانونو پروسس او سوداګرۍ فان افغان چینا شرکت د افغانستان اسلامي امارت له شهیدانو او معلولینو وزارت سره د ۳۰ زره جوړو بوټانو مرسته وکړه.
د دې بو ټانو مالي ارزښت ۱۸۰ زره امریکايي دالروته رسیږي.
د افغان چین ګډ شرکت رییس داکتر سید هادي شاپور وایي: مونږ د امرستي د دې لپاره د شهیدانو او معلولینو وزارت ته ورکړې، چې مستحقو کسانو ته ورسیږي او مونږ به په راتلونکې کې نورې همکارۍ هم د همدې وزارت له لارې تر سره کړو.
د افغان چین ګډ شرکت مسوولینو ويلي، چې هڅه کوي له دې وروسته په خپلو ټولو مرستو کې د هېواد کونډې، یتیمان او معلولو کسانو ته لومړیتوب ورکړي او دا چاره به د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت لخوا تنظیم شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولینو د خصوصي سکتور له دې مرستو هر کلی کوي او وایي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدیخوا نږدې ۶ لکه کسان، چې په دې کې معلولین، کونډې او یتیمان دي له دوۍ سره ثبت شوي او اوس هم دا لړۍ روا نه ده.
دې وزرارت څرګنده کړې؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ کوي، چې د دې وزارت له لارې د هېواد مستحقو کورنیو ته خپلي مرستي ورسوي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزرات د دفتر رییس شاه محمد دوست وایي: ۸۰ زره کورنیو سره مرسته شوې او د هېواد په کچه ۶ لکه عمومي کسان ثبت شوي، چې ټول کونډې، یتیمان او معلولین دي.
هغه زیاته کړې په ۶ لکه کسانو کې ۳۴۰ یتیمان او نوری کندې او معلولین دي، چې ۳۰ زره کسان د تېر نظام له معلولینو لرو او حقوق ورکول کیږي.
معلولین هم له ټو لو مرسیتندویه بنسټونو غوښتنه کوي؛ که غواړي د هېواد له معلولینو سره مرسته وکړي، نو خپلي مرستي دې د شهیدانو او معلو لینو چارو وزارت لخوا تر سره کړي.
معلول عبد الرقیب وایي: ټولې هغه مرستي، چې له مونږ سره کیږي هغه فقط د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا له مونږ سره کیږي او مستحقو کسانوته يي تل خپل حقونه رسولي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د مرستو رسولو په بهیر کې له پوره روڼتیا کار اخلي او ټولو مستحقو هېوادوالو ته خپلي مرستي رسولي او هڅه کوي، چې بیا هم د ټولني دې اړو کسانو ته خپل خدمتونه ورسوي.