تازه خبرونه
یو شمېر افغان کدرونه د مصنوعي ځیرکتیا روزنې لپاره چین ته لیږل شوي – د ایم سي سي مشر
په دې ناسته کې نجیب الله حیات حقاني ویلي؛ افغانستان هڅه کوي، چې د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ د په ټکنالوژۍ کې په ځانګړي توګه د مصنوعي ځیرکتیا په اړه پرمختګ وکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ويلي، چې د چین د MCC شرکت عمومي رییس وانګ جیچنګ د دې وزارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې ویلي؛ یو شمېر افغان کادرونه چین ته لیږل شوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه پر روزنې سربېره د کانکېندنې او مدیریت په برخه کې هم مهارتونه زده کړي.
په دې ناسته کې نجیب الله حیات حقاني ویلي؛ افغانستان هڅه کوي، چې د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ د په ټکنالوژۍ کې په ځانګړي توګه د مصنوعي ځیرکتیا په اړه پرمختګ وکړي.
حیات حقاني په نړۍ کې مصنوعي ځیرکتیا مخ پر وده ده او د خدماتو ښه کولو او چارو آسانه کولو لپاره د دې ټکنالوژۍ پر اغېزمنې کارونې یې ټینګار وکړ.
د معلوماتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي: “په دې ناسته کې د مخابراتو، ټکنالوژۍ او په نړۍ کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ په اړه بحث وشو. په ځانګړي توګه د مصنوعي ځیرکتیا په اړه، چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې ډېره کارول کېږي.”
الکوزي زیاته کړې؛ د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د ګاونډ او سیمهییزو هېوادونو پر همکارۍ په افغانستان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.
په دې ناسته کې د مخابراتو وزارت چارسمبالي هم د میس عینک په سیمه کې د مخابراتي ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د افغان کدرونو د ظرفیت لوړولو لپاره یې د وزارت پر ژمنې ټینګار وکړ. په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې او د ټکنالوژۍ د ودې لپاره اړین هېوادني شرایط برابر کړي.
