سیمه ییز خبرونه

یو شمېر خلک له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو ملاتړ کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان يو شمېر خلك  له امريكا سره د امنيتي تړون څخه د ملاتړ تر څنګ د دغه تړون د ژر تر ژره لاسليك كولو غوښتونكي شول. دوی وايي، كه دغه سند لاسليك نشي نو افغانستان به يو ځلي بيا  د خپل منځي جنګ جګړو او شخړو سره مخامخ شي.

د زابل او كندوز يو شمېر اوسېدونكي له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك ملاتړ كوي، او وايي كه چېري دغه سند لاسليك نشي او خارجيان له افغانستان څخه ولاړ شی، نو يو ځلي بيا به افغانستان د خپل منځي شخړو شاهد ووسي او تر منځ به يي عام وګړي قرباني شي.

دا خلك همدارنګه وايي، چي  تر ټاكنو وړاندي بايد، چي دغه امنيتي تړون لاسليك شي.

خو د بلخ او هلمند ولايت خلك د دغه تړون لاسلیك د افغانستان له اړتياوو څخه ګني او پر دې ټينګار كوي، چي د افغانستان د غوښتنو سره سم دې دغه تړون لاسلیك شي تر څو موجوده ستونزې اوارې شي.

د خوست خلك هم له امريكا سره د امنيتي تړون لاسليك د افغانستان په ګټه بولي، خو په دي شرط، چي  امريكا نور د افغانانو د كلتور او فرهنګ در ناوی وكړي.

د خوست خلك وايي، چي دوی د ګاونديانو د ناسم چلند او دوه مخي سياستونو له امله پوزي ته راغلي او افغانستان اړ دی، چي  داسي تړونو نه لاسليك كړي.

د پكتيا خلك په پلازمېنه كابل كي د مشورتي لويي جرګي ته ستر ګې په لاره دي.

دوی اندېښتنه لري چي، كه د امريكا او افغانستان تر منځ امنيتي ترون لاسليك نشي، په هېواد كې به اوسنۍ نسبي امنيتي وضعیت هم خرابه شي.

دوی د اوسنيو شرايطو په پام كي نيولو سره اړينه بولي، چي ياد تړن لاسليك شي او افغان ولس د احتمالي اقتصادي او امنيتي ناورين څخه وژغورل شي.

دا په داسي حال كي ده، چي امريكا هم د روان ميلادي كال تر پايه د امنيتي او د فاعي سند پر لاسليك ټينګار كړی د سپيني ماڼۍ وياند د روان ميلادي كال تر پايه دوه اړخيزه امنيتي تړون نهائي كېدل ضروري ګنلي.  تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد كرزي ويلي وه، چي كېداشي دغه تړون تر ټاكنو وروسته لاسلیك شي.

Trending

Exit mobile version