تازه خبرونه

یو پاکستانی پلاوی د سوداګریزو خبرو لپاره کابل ته راغلی دی

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۸, ۱۴۰۱

یو پاکستانی پلاوی د چنګاښ پر اووه ویشتمه کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د سوداګریزو اړیکو او د ډبرو سکرو د بیې په اړه خبرې کړې دي.

په پاکستان کې د انرژۍ د کمښت له کبله د دغه هېواد یو لوړ پوړی سوداګریز پلاوی افغانستان ته راغلی، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړي توګه د ډبرو سکرو د پېرلو په اړه خبرې وکړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دغه پلاوي د موخو په اړه ویلي؛ د پاکستان د دغه لوړ پوړي پلاوي موخه کابل ته د اقتصادي او ترانزیتي ستونزو اوارول او له افغانستان سره پر ځینو مسایلو هوکړه ده.

د اقتصاد وزارت وايي، چې د افغانستان د جغرافيايي موقعيت له کبله له ټولو هېوادونو او په ځانګړي توګه له ګاونډ هېوادونو سره پراخو اقتصادي اړيکو ټينګولو ته اړتيا ده؛ نو له همدې کبله اسلامي امارت له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا غوښتونکی دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال ويلي، افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه له ګاونډیانو سره پراخ اقتصادي تعاملات ولري.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وایي: د نړۍ او ګاونډ هېوادونو سره د هېواد تعامل، چې هر څومره ډېر وي؛ هغومره به د سیمې هېوادونو ته ګټه رسیږي.

پاکستانيو چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د ډبرو سکرو د واردولو په مسله کې لاسوهنه نکوي؛ خو د ډبرو سکرو د لیږد بهیر آسانه کول د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

اقتصادي کارپوهانو ويلي، افغانستان باید له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي؛ خو د وارداتو په پرتله باید صادراتو ته ډېره پاملرنه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري ویلي: افغانستان اړ دی، چې خپلې طبیعي زیرمې سیمې ته صادرې کړي؛ ځکه، چې اسلامي امارت د خپلو کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بهرني مرستندوی نلري.
پاکستانی پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې د افغانستان حکومت د ډبرو سکرو بیه لوړه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ډبرو سکرو د نړیوالې بیې پر اساس به یې پلوري.

Trending

Exit mobile version