سیمه ییز خبرونه
یو ګډ پلاوی ګمارل شوی څو د هغو شرکتونو فعالیتونه وځنډوي، چې ګاز په لوړه بیه پلوري
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
مسئولینو د اوبلنو ګازو د هغو شرکتونو د فعالیتونو د ځنډولو بهیر پېل کړ، چې په ګرانه بیه ګاز پلوري.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او لويي څارنوالۍ یو ګډ پلاوی ګمارل شوی څو هغه شرکتونه په نښه او فعالیتونه یي وځنډوي، چې ګاز په لوړه بیه پلوري.
په دې وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د ګازو په بیو کې لوړوالی راغلی، چې خلک یي اندېښمن کړي دي.
حکومتي مسئولینو د دې ستونزې د حل لپاره هڅې پېل کړې دي او اوس د اوبلنو ګازو هغه شرکتونه پېدا کوي او فعالیتونه یي ځنډوي، چې په لوړه بیه ګاز پلوري.
دا مهال د کابل په ښار کې یو کیلو اوبلن ګاز له اویا تر ۷۵ افغانیو پلورل کېږي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، ځینې کړۍ شته، چې په خپل سر بیې لوړوي، خو د دوی په خبره وروسته له دې به د دې کار مخه ونیول شي.