Connect with us

تازه خبرونه

۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د افغان ښځو او نجونو لپاره یو ستونزمن کال و

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۲)

۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال په داسې حال کې پای ته رسیږي، چې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي محدودیتونه لرې نشول او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او میرمنو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نشوې.

۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د افغان ښځو او نجونو لپاره یو ستونزمن کال و، ځکه په دې کال کې دوی تمه درلوده، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به د دوی پرمخ پرانستل شي او دوی به خپلو ټولګیو ته ستنې شي؛ خو له یو کال تمې وروسته هم د دوی دا هیله پوره نشوه او اسلامي امارت د دوی لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونه دروازې خلاصې نکړې.

د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي، چې د نجونو لپاره به د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو طرحه وروستۍ شي؛ خو تر اوسه وروستۍ شوې نده.

په بېلا بېلو ملي او نړیوالو ناستو کې غوښتل شوي: ښځو او نجونو ته دې اجازه ورکړ شي، چې کار او زده‌کړو ته ستنې شي؛ خو د اسلامي امارت امر ثاني پخپل حال پاتې دی او په دې اړه بل حکم صادر نشو.

د ملګرو ملتونو او د نړۍ د هېوادونو استازو په ځلونو ټینګار کړی چې ښځو او نجونو ته دې د تعلیم حق ورکړ شي؛ خو اسلامي امارت یې غوښتنې منلې ندي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي: د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ زمونږ د بهرنۍ تګلارې  برخه ده؛ په تېرو درې کلونو کې مو د ټولې نړۍ د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره تګلارې او پروګرامونه وړاندې کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څو څو ځله له رسنیو سره په ګڼو مرکو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړي؛ خو دا یې ندي ویلي، چې د نجونو انتظار به کله پای ته رسیږي.

دغه راز پوهنتونونو او کار ته د نجونو او میرمنو پرتګ هم د بندیزونو یو کال کیږي؛ هیلې دادي، چې په نوي تعلیمي کال کې د نجونو او میرمنو د کار او زده‌کړو په اړه د اسلامي امارت تګلاره بدلون وکړي او د افغان نجونو لپاره د تړلیو ښوونځیو د زده‌ګړو د پیل زنګ ووهل شي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!