نړۍ

۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو په «سومالی‌لینډ» کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل وغندل

د قطر، کویت، سعودي عربستان، مصر، سومالیا، سوډان، لیبیا، بنګله دیش، الجزایر، فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان، موریټانیا، اردن او عمان بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ په دوحه کې د یوې ګډې خبرپاڼې پرمهال د اسرائیلو له‌خوا «سومالی‌لینډ» ته د ډیپلوماټیک استازي د ټاکلو پرېکړه وغندله.

Published

on

د ۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو اعلان کړی، چې په “سومالیلینډ” کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل د سومالیا له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده.

د قطر، کویت، سعودي عربستان، مصر، سومالیا، سوډان، لیبیا، بنګله دیش، الجزایر، فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان، موریټانیا، اردن او عمان بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ په دوحه کې د یوې ګډې خبرپاڼې پرمهال د اسرائیلو له‌خوا «سومالی‌لینډ» ته د ډیپلوماټیک استازي د ټاکلو پرېکړه وغندله.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا عمل د سومالیا د فډرالي جمهوریت له حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده.

د دغو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له هر هغه یو اړخیز عمل سره خپل کلک مخالفت تکرار کړ، چې د هېوادونو حاکمیت یا یووالي ته زیان رسوي او د سومالیا د حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

دوی دا ټینګار هم وکړ، چې د سومالیا یوازنۍ مشروع اداره د دې هېواد د خلکو د ارادې استازیتوب کوي.

دغه راز څرګنده شوې، چې دا ډول کړنې د نړیوال قانون له اصولو، د ملګرو ملتونو منشور او افریقایي ټولنې اساسنامې څخه ښکاره سرغړونه ده او کولی شي د یو خطرناکې بېلګې په توګه د افریقا په وچه کې ثبات کمزوری کړي او پر سیمه‌ییزه سوله او امنیت منفي اغېزه وکړي.

Trending

Exit mobile version