سیمه ییز خبرونه

۲۰۱۴ كال به د افغانستان لپاره په اقتصادي برخه كې له ننگونو ډك كال وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ورستيو درې سوو كلونو په پرتله به ۲۰۱۴ كال د افغانستان لپاره په اقتصادي برخه كې له ننگونو ډك كال ووسي.

۲۰۱۴ كال ته يو كال او څو ورځې نورې پاته دى او له بلې خوا په پام كې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزى د مسئوليتونو د لېږد څلورم پړاو هم اعلان كړي.

د مسئوليتونو د لېږد د كميسيون رئيس ډاكټر اشرف غني احمدزى د افغان امنيتي ځواكونو له پېاوړتياوو خبر وركوي او زياتوي، چې ۲۰۱۴ كال به يو ساده كال وي او د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به هېڅ امنيتي گواښ موجود نه وي.

په همدې حال كې اشرف غني احمدزى د افغانستان  لپاره ۲۰۱۴ كال په اقتصادي برخه كې له ننگونو ډك كال بولي.

نوموړى وايي، چې په كابل كې تر ټولو لوى امنيتي گواښ د امنيتي بنسټونو په چارو كې د ولسي جرگې  د يو شمېر غړو د خالت دى.

بل خوا د كابل د يوشمېر ولسواليو سيمه ييز چارواكي وايي، چې د امنيتي مسئوليتونو له لېږد وروسته يې ورځ تر بلې په سيمو كې امنيت ښه كېږي.

Trending

Exit mobile version