بی بی سی پښتو

۲۵۰ ایراني استادان او فعالان: ایران دې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند بښنه وغواړي

Published

on

د ایران ۲۵۰ پوهنتوني استادانو، سیاسي، مدني او د بشر حقونو فعالانو له خپل هېواد غوښتي چې ددغه هېواد په ختیځه پوله د مظلومو افغان مسافرو په حق کې د شوي”ظلم او جنایت” له کبله بښنه وغواړي.

په وروستیو کې رپوټونه خپاره شول، چې د غويي پر ۱۲مه د ایران پوله ساتو ځواکونو ۴۶ افغان مسافر له ربړولو وروسته د سیند اوبو ته په ورګډېدو اړایستلي، خو ایران تر اوسه دا تور په “ټینګ” رد کړی دی.

د افغان دولت له لوري دې قضیې ته د ګومارل شوې څېړنډلې مشر محمد حمد طهماسي په لومړیو ارزونو کې ویلي، د دوی موندنې ښيي چې ۱۰ کسان اوبو کې ډوب شوي او ۱۵ نور تري تم شوي.

په تېرو ورځو کې دوه نور مړي هم موندل شوي دي.

د دغه لیک لاسلیکوونکي استادان او فعالان د ایران د ننه او بهر دواړو کې دي.

د ایرانیانو په یوه لاسلیک شوي لیک کې راغلي: “له بده مرغه زموږ په لوېدیځه پوله کې چې زموږ هېواد کوم سیتم کوي، په ختیځه پوله کې اوس د افغانستان د مظلومو کډوالو په حق کې تکرار شوی دی.”

په بیانیه کې راغلي: “موږ ددغه لیک لاسلیکوونکي غواړو چې د ایران دولت دې د قرباني شویو افغانانو له کورنیو او افغان دولت رسمي بښنه وغواړي، د دغې پېښې او جنایت ټول اړخونه دې روښانه او د پاتې کسانو مړي دې وښيي، د قربانیانو کورنیو ته دې غرامت ورکړي او ددغې وحشیانه کړنې عاملین دې مجازات او د بیا نه تکرارېدو ډاډ دې ورکړي.”

“د ایران حکومت باید له هر ډول بې غورۍ او سرغړونې پرته د کډوالو په تړاو نړیوال پروتوکول ته ژمن پاتې شي او په دې اړه قوانین عملي کړي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ‌ (غویی ۲۵مه) وویل، “سېند ته د افغانانو د غورځولو” په باب د دواړو هېوادونو ګډ پلاوي څېړنه په “دوستانه فضا” کې پیل شوې او د دواړو هېوادونو سرحدي کمیساران په سیمه کې د اسنادو او شواهدو پربنسټ کار کوي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي،‌ د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې د ایران سرحدي ځواکونو د غويي پر اومه، یو ۱۸ کلن ځوان له پولې (د هرات له ګلران ولسوالۍ د ایران خاورې ته) د تېرېدو پرمهال په ډزو وژلی دی.

Trending

Exit mobile version