Connect with us

تازه خبرونه

په تېر یوه کال کې د ملي اردو له لیکو 5600 کسانو زیات تښتیدلي دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

url

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانگړی مفتش (سیگار) وایي، په تېر یوه کال کې د ملي اردو له لیکو څه باندې پنځلس زره کسان تښتیدلي دي.

دغې ادارې په یوه راپور کې ویلي،د دوه زره دیارلسم کال له سپتمبر څخه د دوه زره څوارلسم کال تر سپتمبر پورې د افغان ملي پوځ څه دپاسه دیارلس سوه منسوبین په وسله والو نښتو کې وژل شوي دي.

په وروستیو کې سیګر په یوه راپور کې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو تر اوسه د افغان ملي اردو په زدکړو، تجهیز او تمویل څلوردیرش اعشاریه اته میلیارد ډالر لګولي دي. ملي اردو له وسلوالو مخالفینو سره جګړه کې تر ټولو دروند پیټۍ په غاړه وړي.

د دغه راپور په یوې برخه کې لیکل شوي:

د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر نه د ۲۰۱۴ کال تر سپتمبر پورې شاوخوا څلویښت زره نومونه د ملي اردو له تشکیلاتو حذف شوي. په تېر یوه کال کې د ملي اردو له لیکو له پنځلس زرو شپږ سوو کسانو زیات تښتیدلي دي، چې د اردو د ټولو تشکیلاتو اته اعشاریه پنځه سلنه جوړوي.

سیګر د ملي اردو په شمېر کې د کره احصایې نه شتون بله ستونزه بولي چې د افغان امنیتي ځواکونو تمویل او تجهیز یې له ننګونو سره مخامخ کړی دی.

افغان سیاسي کارپوهان باوري دي چې د انګیزې نه شتون، فساد او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ناوړه تبلیغات د دې سبب شوي چې افغان ځواکونه د جګړې له کرښو پښې سپکې کړي.

نړیوالو ځواکونو دا مهال د هېواد په بیلابیلو سیمو کې افغان ځواکونو ته له اتو سوو زیات پوځي مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي، خو امریکا او ناټو ټینګار کړی چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!