تازه خبرونه
ملگرو ملتونو د نشه یي توکو د پلور په اړه د آریانا نیوز پر راپور اندیښنه وښوده
په کابل ښار کې د نشه یی توکو د آزاد کاروبار په تړاو د آریانا نیوز له راپور وروسته د ملګرو ملتونو د جرایمو او نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې ادارې اندیښنه ښودلې ده.
دغه اداره وایي، د ناامنیو یو ستر دلیل همدا نشه یی توکي دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې معنیت وایي، د نشه یی توکو د آزاد کاروبار یو دلیل دا دی چې پولیس ډیر پیاوړي شوي نه دي او امکانات یې کم دي.
په کابل ښار کې د نشه یی توکو د آزاد کاروبار په تړاو د آریانا نیوز موندنې ښیی چې د پلازمینې په زیاتو برخو کې نشه یی توکي خرڅیږي. دغه توکي د شاهراراه په دهن باغ، د مرکزي سیلو په پارک، عیدګاه جومات ته نږدې، پل سوخته، آریا ښارګوټي ته نږدې، د وزیرآباد په چهارقلعه، د ابن سینا روغتون ته نږدې، قرغې، بهارستان، کارته نو او د پلازمینې په نورو برخو کې خرڅیږي.
دې کار د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرایمو په وړاندې د مبارزې د ادارې اندیښنه را پارولې ده.
هاشم وحدت یار د ملګرو ملتونو د جرایمو او نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې د ادارې د سیمه ییزې همکاري مسول:
“ د نشه يي توکو عاید په کلني ډول ۶۶ ملیارد ډالره ده. له دې څخه شاوخوا دوه سوه ملیونه یې د بلواګرو لاس ته ځي چې له همدغو پیسو څخه د افغان حکومت په ضد کار اخستل کیږي.“
په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، امیتي مسولین په کابل ښار او د هېواد نورو ښارونو کې د نشه یی توکو په کاروبار کې دخیل دي.
د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري:
“په ډیر تاسف سره چې امنیتي حوزې په دې کې لاس لري، دا په دندو کې بې پروایي نه ده. دوی لاس لري. دوی باید نه یوازې دا چې له دندو لرې کړای شي، بلکې محاکمه شي.“
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې معنیت که څه هم د نشه یی توکو کاروبار نه ردوي؛ خو وایي چې د پولیسواو امکاناتو کمی د دغې پدیدې د پراختیا یو عامل دی.
د آریانا نیوز په دې راپور کې ښودل کیږي چې د نشه یی توکو کاروبار د اجرایی رییس د کور په څو متري او همدا راز د ولسمشرۍ ماڼۍ په څو کیلو متري کې کیږي.
خبریال: احمد فرشاد صالح
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه18 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه5 days ago
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا