تازه خبرونه
جنبش ملي او جمعیت اسلامي گوندونه د طالبانو او داعش په وړاندې سره يوځای شول
د افغانستان په شمال کې د جنبش او جمعیت ګوندونو قومندانانو له وسلوالو طالبانو او داعش سره د مبارزې لپاره ټلواله جوړه کړې ده.
د جمعیت اسلامي د ویاند مرستیال وايي چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د دوی نظر یو شوی دی، خو د ملي جنبش مسولین وايي چې دا ایتلاف د ګوندونو تر منځ نه بولي.
د جمعیت اسلامي ګوند وايي چې د دغه ګوند د اجرايي رییس عطا محمد نور او د جنبش د ګوند د رهبر جنرال عبدالرشید دوستم تر منځ له تروریزم سره د مبارزې په هکله خبرې روانې دي.
د جمعیت اسلامي ګوند د ویاند مرستیال ذبیح الله فطرت:
“نظرونه ډیر سره نږدې دي. دواړه خواوې په دې باوري دي چي د افغانستان شمال باید د ځینو کسانو د غوښتنو له امله چې غواړي دا سیمه ناامنه شي، ناامنه نه شي او باید په شمال کې امنیت وساتل شي.“
د اسلامي جنبش ګوند بیا وايي چې دغه ایتلاف قومي مشرانو را منځته کړی دی.
د ولسمشر د لومړی مرستیال مطبوعاتي سلاکار سلطان فیضي زیاتوي چې یاد ایتلاف په ګوند پورې کوم تړاو نه لري.
په دې وروستیو کې د دواړو ګوندونو قومندانانو له سیاسي رهبرانو سره لیدنې کتنې کړی دي او له وسلوالو طالبانو او داعش سره چې په شمال کې یې جګړه توده کړې ده ، په ګډه مبارزه ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی4 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه24 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه15 hours ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه20 hours ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک