تازه خبرونه
مشرانو جرګه: د کندز والي دې ګوښه او عدلي بنسټونو ته معرفي شي
د مشرانو جرګې غړو د رایو په غوڅ اکثریت پریکړه وکړه چې باید د کندز والي له دندې ګوښه شي او عدلي او قضایی بنسټونو ته معرفي شي.
د مشرانو جرګې رییس د کندز والي لنډغر او جاسوس بولي او هغه په بې کفایتي تورنوي.
د کندز له والي سره مو په دې برخه کې د خبرو کولو هڅه وکړه، خو دې کار مو نتیجه ورنکړه.
په کندز کې روان امنیتي وضعیت د مشرانو جرګې غړي غصه کړي دي.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د دې تر څنګ په کندز والي تند لفظي برید کوي:
“ د کندز والي خو زه د یو والي په توګه نه ؛ بلکې د یو اوباش او جاسوسو په توګه یې پېژنم. هغه چې د مجلس په وړاندې کوم نظر څرګند کړ، د دې په ځای چې د خپل ضعف له امله بښنه وغواړي، او له سنا څخه له دې امله مننه وکړي چې دی خپلو نیمګړتیا وو ته متوجه کوي؛ بلکې زموږ د دې کار په وړاندې یې عکس العمل وښود او بدبختانه په پایله کې هغه څه رامنځ ته شول چې موږ یې په اړه اندیښنه درلوده؛ نو اوس که رښتا هم مرد وي، باید له دې پوست څخه کوښه شي.“
په دې برخه کې مو د کندز له والي سره د خبرو کولو هڅې نتیجه ورنکړه، خو مخکې له دې والي د مشرانو جرګې د ځینو غړو دا خبرې چې دشت ارچي ولسوالۍ یې د سقوط له خطر سره مخامخ کړې ده، رد کړې وې.
عبدالله قرلق ـ د مشرانو جرګې غړی:
” د هغو معلوماتو له مخې چې لرم یې؛ د دشت ارچي ولسوالۍ هم ښایي نن یا سبا سقوط شي.“
د ښاغلي قرلق له دې خبرو یوه ورځ وروسته دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې راغله.
له یوې میاشتې زیاته موده کیږي چې کندز کې زرګونه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي، خو له زیاتې مودې را په دیخوا دغه ولایت له جګړو او ناامنیو کړیږي.
خبریال:نصرت پارسا
تازه خبرونه
په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن سې شنبه د غویی اتلسمه خپره شوې راغلي، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.
یادې خونې د پرانیستې پر مهال نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او پر ۱۴۰۲ کال د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.
د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي؛ ځکه، چې قزاقستان له اسلامي امارت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.
تازه خبرونه
د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.
ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.
اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.
تازه خبرونه
د افغانستان د سویل خلکو په وروستیو ۴۰ کلونو کې یوه باراني میاشت تجربه کړه
یوې امریکایي ادارې راپور ورکړی، چې د افغانستان سویل په تېرو ۴۰ کلونو کې له درېوو څخه یو باراني اپریل تجربه کړی دي.
د دوشنبې پر ورځ د غویی اووهلسمه د قحطۍ له وخت مخکې خبرداري سيسټم ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د اپريل اورښتونه د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او لویديځو سيمو کې د کرنې د ودې لامل شوي؛ خو سېلابونو شاوخوا لس زره جريبه کرنيزه ځمکه په ځانګړي توګه د هېواد په ختيځو او سویل ختيځو سيمې کې له منځه وړې ده.
د راپور له مخې؛ وروستیو اورښتونو په ټول هېواد کې د څړځایونو له وضعیت سره مرسته کړې او د باراني څپرکي له پای ته رسېدو سره تمه ده، چې د حاصلاتو د فصل له پیلېدو سره به خوراکي توکو او عایداتو ته د کورنیو لاسرسی ښه او د کرنې په سکټور کې کاري زمینه برابره شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
نړۍ1 day ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
تازه خبرونه1 day ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
سوداگري2 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
لوبی1 day ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ20 hours ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس