Connect with us

تازه خبرونه

حکومت څلور کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره معرفي کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-07-01-17h54m57s220

حکومت د ملي دفاعوزارت او د افغانستان بانک او سترې محکمې د غړیتوب لپاره دوه کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو په موخه معرفي کړل.

د ولسمشر دوهم مرستیال له ولسي جرګې غواړي چې د هېواد دفاعي، قضایی او بانکي نظام ته په کتو څلور واړه کاندیدان ژر تایید کړي.

سرور دانش هیله من دی چې په څو ورځو کې به د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار په پیلېدو د پارلماني ټاکنو نیټه هم ژر اعلام شي.

محمد معصوم ستانکزی د ملي دفاع او خلیل صدیقي د افغانستان بانک لپاره کاندیدان دي چې حکومت په رسمي توګه ولسي جرګې ته معرفي کړل.

بلخوا د سترې محکمې غړیتوب ته سید یوسف حلیم او انیسه رسولي نومول شوي دي.

دوي د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه د ولسمشر دوهم مرستیال ولسي جرګې ته معرفي کړل.

۱- محمد معصوم ستانکزی  د ملی دفاع وزارت ته نوماند                 د انجنیرۍ او پایداره پراختیا ماسټر

۲- خلیل الله صدیق             د افغانستان بانک ته نوماند                     د اقتصاد لیسانس

۳- سید یوسف حلیم        د ستری محکمی د عالي شورا غړيتوب ته نوماند       د عمومي حقوقو ماسټر

۴- انیسه رسولي           د ستری محکمې د عالي شورا غړيتوب ته نومانده       د جزا او جرم پیژندني ماسټره

سرور دانش د دغو کاندیدانو په اړه له ولسي جرګې یو لړ غوښتنې لري:

د هیواد قضایي،دفاعي او بانکي نظام اړتیاو ته په کتو هیله لرم چې ژر دغو څلورونوماندانو ته د باور رایه ورکړئ.

د ټاکنیزو اصلاحاتود کمیسیون د ژر جوړیدو ژمنه د دانش د خبرو بله برخه ده.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار په پیل سره هیله لرم چې د مالي او تخنیکي ستونزو په لرې کېدو سره د ټاکنو نیټه مشخصه شي.”

په پام کې ده چې معصوم ستانکزی د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته خپل کاري پلان وړاندې کړي.

سرور دانش وایی، ژر به د لویې څارنوالۍ لپاره کاندید او د اساسي قانون د تطبیق پر سر د څارنې د کمیسیون غړي ولسي جرګې ته معرفي شي.

دی وایی، د اتو ولایتونو لپاره چې دا مهال د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، هم پریکړه کېدونکې ده او ژر به دا ولایتونه والیان پیدا کړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!