تازه خبرونه
سلګونو کابل ښاریانو د وروستیو بریدونو ټپیانو ته وینه ورکړه
نن یو شمېر کابل ښاریان چې ښځې هم په کې شته، په لیکو کې درېدلي وو او په دې تمه و چې د وینو د ورکړې نوبت ور ته ورسیږي.
دوی وویل چې د دغو پیښو زیاتره قربانیان وینو ته اړتیا لري او خلک باید هغوي ته د وینو په ورکړې سره خپل مسولیت ادا کړي.
دوی د ځانمرګو بریدونو قربانیانو ته د وینو ورکړه د هر هېواد وال انساني مسولیت بولي.
د کابل اوسیدونکی – رامین الله:
“وېره اچوونکو ته مې دا پیغام دی چې له دې کار څخه لاس واخلي؛ ملکي کسان څخه ګناه لري – دوی په دې کار سره غواړي د خلکو تر منځ ویره ترهه خوره کړ ي.“
په همدې حال کې ځینې مدني فعالان له حکومت غواړي چې د ځانمرګو بریدونو د مخنیوي لپاره عملي پروګرامونه وسنجوي.
حمیرا قادري – مدني فعاله:
“زه له ګاونډیو هیوادونو څخه ګیله نه لرم؛ د دې هیواد قسم خوړلي دښمنان تل معلوم دي؛ زموږ ګیله د هیواد د امنیت له مسولینو څخه ده؛ د دې هیواد له مشرانو څخه چې د هیواد امنیتي حالت په وړاندې په یو ډول بې پروا دي.“
بلخوا ځینې نور کابل ښاریان چې د وینو د ورکې لپاره ورغلي، په حکومت نیوکه کوي او اوښکې تویوي چې ولې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د بهیر مخه نه نیول کیږي.
د کابل اوسیدونکی – عزیز الله احمدي:
“په خپل ځان کې درایت پیدا کړئ! نور نه غواړو چې زموږ له هغو دښمنانو سره سوله وکړئ چې موږ یې دردمن کړي یو؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ شاو خوا ۷۵۰ تنه هیوادوال په غم اخته شول؛ آیا تاسو ا حساس لرئ!“
یوې زړې میرمنې هم د خپلو مسولیت د ادا کولو په موخه هغو کسانو ته وینه ورکړه چې ورته اړتیا لري.
د کابل اوسېدونکې – بي بي حاجي:
“نه غواړم دا وینه توېدنه او جنګ دوام وکړي.”
بلخوا ډاکټران وایي، چې د شاه شهيد سیمې او نورو سیمو د وروستیو پیښو زیاتره ټپیان وینو ته اړتیا لري او د وینو ورکړه د دې تر څنګ چې ګټه لري زیان نه اړوي.
د کابل ښار په وروستیو بریدونو کې د قربانیانو شمېره ډیره لوړه او بې سارې وه، اوس زیاتره کسان په روغتونونو کې بستر دي او وضعیت یې ښه نه دی، خو هغو کسانو ته چې وینو ته اړتیا لري، د وینې ورکړه کولای شي، د هغوي ژوند وژغوري.
خبریال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکهمرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.
ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاسرسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
تازه خبرونه
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.
په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.
د بغلان غوري سمنټو د شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.
د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.
محمد طاهر وایي: اوسمهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت لهخوا ترسره کیږي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه18 hours ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
تازه خبرونه1 day ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی1 day ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه1 day ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي