Connect with us

تازه خبرونه

په جوزجان ولايت کې اجيرو ښوونکيو پوهنې وزارت وگواښه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

jozjan

په جوزجان ولايت کې څه باندې زر اجير ښوونکي وايي، له شپږ مياشتو راهيسې يې معاشونه ترلاسه کړي نه دي او که معاش ور نه کړ شي؛ نو د پوهنې دروازه به وتړي.

هغوى وايي، په مياشت کې پېنځه زره افغانۍ معاش لري؛ خو د روان کال له وري مياشتې څخه تر اوسه پورې یې معاشونه ترلاسه کړي نه دي.

دا ښوونکي، چې شمېر يې کابو یو زرو دوه سوه تنو ته رسېږي؛ زياتوي:

پوهنې وزارت دې د رسمي ښوونکیو او اجيرانو تر منځ توپير نه کوي او د هغوى معاشونه دې هره مياشت ورکوي.

Advertisement

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

په ګمبیا کې د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې د پېنځلسمې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار کولو حق ته درناوی وکړي.

د دې غونډې په پای کې دوی د زده‌کړو او کار حق د افغان نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه وباله او په دې اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو ډېرو بحثونو غوښتنه وکړه.

دغه راز د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ او تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره د قومي ډلو، نشه‌یي توکو، تروریزم او ټولنیزو ستونزو مخنیوي ته د هڅو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.

د اسلامي همکاریو ټولنې د ۵۷ غړیو هېوادونو استازو په دغه کنفرانس کې، چې د تلپاتې پراختیا لپاره د خبرو له لارې د یووالي او پیوستون پیاوړتیا تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.

 د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت یوه پلاوي ګډون درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ويلي، چې د ۷۰ هېوادونو ۲۴۳ سپارښتنو له هر اړخیزو کتنو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.

نوموړي زیاته کړې؛ دغو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وړاندیز یې کړی، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه بې پرې او خپلواکه څېړنه وشي.

نصیراحمد اندیشه وایي: د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدو د بحران په اړه د اساسي حقایقو د هر اړخیز او بشپړ راپور د وړاندې کولو په هدف چمتو شوی دی. دا راپور د بشري حقونو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت د ټینګار ترڅنګ د بشري حقونو د بحران په اړه د خلکو عاجلو اړتیاوو او اندېښنو ته هم نغوته کوي.

 اسلامي امارت تل بشري حقونه د هېواد داخلي مسله بولي او ټینګار کوي، چې بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو حقوق تر بل هر وخت ډېر خوندي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي: د ټولو افغانانو اسلامي او شرعي حقوق تضمین شوي او اسلامي امارت د خپلو اتباعو د حقوقو خوندي کولو ته ژمن دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه غونډه کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله؛ خو اسلامي امارت یې په غبرګون کې څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو له موضوع څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه  توګه کار اخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!