تازه خبرونه
د م.م امنیت شورا د داعش په وړاندې پر جوړې شوې مسودې بحث کوي
د ملگروملتونو دامنیت شورا نن پنجشنبه د داعش په وړاندې پر جوړې شوې مسودې بحث کوي. دغه مسوده د روسیې او امریکا لخوا برابره شوې، چې د ترهگرو مالي تمویل په کې جرم بلل شوی دی.
د روسیې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې رییس ویکتور ایوانوف وایي، داعشیان له افغانستان څخه اروپا ته د نشه یي توکو په قاچاق کې لاس لري.
دغه راز باور کیږي، چې د سوریې او عراق له تېلو او گازو هم هر کال داعش شاوخوا څلور سوه میلیون دالر تر لاسه کوي.
دغه مسوده په داسې حال کې تر بحث لاندې نیول کیږي، چې امریکا له روسیې او ملگرو ملتونو وروسته ومنله، چې داعش په افغانستان کې له خپل لومړني حد تېر شوی او اوس د خوندي سیمو د پیدا کولو له پاره له طالبانو سره په ښکاره جنگیږي.
داعش په ننگرهار ولایت کې د خلکو د جلبولو او نورو تبلیغاتو له پاره رادیو فعاله کړې ده.
د ننگرهار اوسیدونکي وايي، چې د خلافت غږ په نوم د داعش د وسلوالې سختدریځې ډلې رادیو د ولایت د مرکز جلال آباد ښار په گډون په ډېرو ولسوالیو کې اورېدل کېږي.
دا ډله په خپلو رادیويي خپرونو کې د حکومت پر ضد تبلیغات کوي او ځوانان هڅوي، چې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې له لیکو سره یوځای شي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن سې شنبه د غویی اتلسمه خپره شوې راغلي، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.
یادې خونې د پرانیستې پر مهال نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او پر ۱۴۰۲ کال د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.
د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي؛ ځکه، چې قزاقستان له اسلامي امارت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.
تازه خبرونه
د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.
ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.
اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.
تازه خبرونه
د افغانستان د سویل خلکو په وروستیو ۴۰ کلونو کې یوه باراني میاشت تجربه کړه
یوې امریکایي ادارې راپور ورکړی، چې د افغانستان سویل په تېرو ۴۰ کلونو کې له درېوو څخه یو باراني اپریل تجربه کړی دي.
د دوشنبې پر ورځ د غویی اووهلسمه د قحطۍ له وخت مخکې خبرداري سيسټم ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د اپريل اورښتونه د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او لویديځو سيمو کې د کرنې د ودې لامل شوي؛ خو سېلابونو شاوخوا لس زره جريبه کرنيزه ځمکه په ځانګړي توګه د هېواد په ختيځو او سویل ختيځو سيمې کې له منځه وړې ده.
د راپور له مخې؛ وروستیو اورښتونو په ټول هېواد کې د څړځایونو له وضعیت سره مرسته کړې او د باراني څپرکي له پای ته رسېدو سره تمه ده، چې د حاصلاتو د فصل له پیلېدو سره به خوراکي توکو او عایداتو ته د کورنیو لاسرسی ښه او د کرنې په سکټور کې کاري زمینه برابره شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه1 day ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ1 day ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
سوداگري2 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
لوبی1 day ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ21 hours ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس