تازه خبرونه
ولسمشر به ډېر ژر د ټاکنيزو قوانينو د تعديل له پاره فرمان صادر کړي
ولسشمر اشرف غني به له یوې اونۍ په لږه موده کې د ټاکنیزو قوانینو د تعدیل د طرحې له پاره فرمان صادر کړي.
اجرایه ریاست وایي، دغه فرمان به د ملي شورا د رخصتیو له پای ته رسېدو مخکې صادر شي او ورسره په يوه وخت به د غوراوي کمېټه هم د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو د ټاکلو کار پیل کړي.
په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د دې له پاره چې نوی فرمان د مخکیني فرمان له برخلیک سره مخ نه شي، ولسمشر به د ملي شورا لید لوري ته په پام سره فرمان صادر کړي.
حکومت دوه پښې په یوه موزه کې کړې او ټینګار یې دا دی، څو پورې ټاکنیز اصلاحات نه وي راغلي، ټاکنې نه کېږي. داسې اصلاحات چې په قدرت کې د دخیلو دواړو خواوو د منلو وي له دې پرته ناشونې ده چې اصلاحات راشي.
د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړتیا ځکه اوس ډېر ټینګار کېږي چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله تېرو ټاکنو کې خپله ماته ونه منله او ځان یې په قدرت کې له اشرف غني سره شریک کړ. د عبدالله یوه مهمه غوښتنه اصلاحاتو کې دا ده چې د ټاکنیزو کمیسیونونو اوسني کمیشنران له دندو لرې شی. خو شنونکي وایي چې عبدالله میدان بایللی دی.
د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي: “ډاکټر عبدالله چې څه غوښتل ترلاسه يې نه کړل، ځکه چې ولسمشر يې د عملي کولو له پاره تصميم نه لري او عبدالله دا ميدان بايللی دی.”
اجراییه ریاست د اصلاحاتو له پاره خوشبین دی، دغه بنسټ وایي، له یوې اونۍ څخه به په کمه موده کې د غوراوي کمېټې کار د ولسمشر له خوا د یوه فرمان په صادرولو سره پیل شي، او د ټاکنیزو قوانینو د تعدیل طرحه به په کار ولوېږي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیالجاوید فیصل وايي: “ولسمشر د پارلمان د کار له پيل څخه مخکې فرمان ورکوي او د غوراوي کمېټه چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون يې وړانديز کړی و په کار پيل کوي.”
د اجراییه ریاست سلاکار سیدآقا فاضل سانچارکي وايي: “د حکومت په دريو مهمو ارګانونو کې چنې وهل روان دي او ډېر ژر به دغه کمېټه کار پيل کړي.”
د دې له پاره چې د ولسمشر بل فرمان د تېر فرمان په برخلیک اخته نه شي، نوی فرمان به له ملي شورا سره په هوکړه کې صادر شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وايي: “د فرمان تر توشيح مخکې د ملي شورا له اداري ډلې سره همغږي او خبرې اترې پيل شوې دي څو له دوی سره په همغږۍ سره فرمان ورکړل شي.”
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د غوراوي کمېټه کې د بدلون خبره کوي، یعنې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دوه دوه استاري به په دې کمېټه کې ګډون ولري. یوه ورځ مخکې د ملي شورا اداري پلاوي خبرداری ورکړی و چې د ولسمشر د فرمان له مخې به چې ژر به صادر شي، د غوراوي اوسنۍ کمېټه لغوه او پخوانۍ کمېټه به یې ځای ونیسي، دا هغه څه دي چې اجراییه ریاست یې نه مني.
تازه خبرونه
د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکهمرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.
ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاسرسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
تازه خبرونه
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.
په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.
د بغلان غوري سمنټو د شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.
د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.
محمد طاهر وایي: اوسمهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت لهخوا ترسره کیږي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه19 hours ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
تازه خبرونه1 day ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی1 day ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه1 day ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي