تازه خبرونه
نړيواله ټولنه له افغانستان څخه له فساد سره مبارزه او د ټاکنيزو بنسټونو اصلاح غواړي
د ناټو عمومي منشي وايي چې د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو اصلاح او له فساد سره مبارزه د نړیوالې ټولنې او افغانانو جدي غوښتنه ده.
د ناټو عمومي منشي اداري فساد یوه ستره ستونزه بولي او له هغه سره مبارزه د افغانستان د پرمختګ او ناټو د سیاسي متحدینو د ملاتړ له پاره بنسټیزه بولي. د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د ناټو د متحدینو د دلایلو له جملې یو د دوی د خپلو هېوادونو خوندي ساتل دي.
ینس سټالټنبرګ مني چې د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړي کولو له پاره له پخوا هڅې شوې وې. هغه له ترهګرۍ او افراطیت سره د افغان ځواکونو مبارزه د بهرنیو ځواکونو له اوږدمهالي شتونه مهمه بولي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرګ وايي، سربېره پر دې چې افغانستان کې په روغتیايي او پوځي برخه کې پرمختګونه شوي دي، خو تراوسه ډېرې ستونزې په خپل ځای پاتې دي چې اداري فساد یو له هغو دی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرګ زیاتوي، ژباړه: “د اداري فساد پر وړاندې مبارزه ډېره مهمه ده، دا د افغانستان له سیاسي او پوځي رهبرانو سره زما د خبرو یو له مهمو بحثونو و. ما په کلکه ټينګار وکړ چې موږ باید د فساد پر وړاندې د ژمنتیا او په دې برخه کې د پرمختګ شاهدان واوسو. تر هغې چې فساد شته وي، د یوه پرمختللي او کار پلوي افغانستان رامنځته کېدل او د نړیوالو متحدینو ملاتړ کمزوری کوي. یواځې ناټو نه بلکې اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه او د نړیوالې ټولنې ټول اړخونه، د پیسو نړیوال صندوق او ډېر نړیوال بنسټونه غواړي ډاډه شي چې پیسې یې په سم ډول مصرفېږي.”
د ناټو دغه لوړپوړی چارواکی زیاتوي چې د هغه د سفر موخه د افغانستان هغه د وضعیت څېړنه ده چې له مخې یې په افغانستان کې د ناټو حضور مشخص کېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرګ وايي، ژباړه: “یو له هغو لاملونو چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان د بهرنیو سرتېرو د حضور په اړه پرېکړه نه ده شوې، دا ده چې موږ باید لومړی وضعیت وڅېړو او په سمه توګه یې وپېژنو او زما د سفر موخه هم په همدې اړه څېړنه ده. وروسته موږ پرېکړه کوو او په دغو پرېکړو کې نرمښت هم منو. هغه پرېکړه چې موږ کړې ده، دا ده چې موږ یوه نرمه او هدف لرونکې تګلاره ولرو.”
د ناټو عمومي منشي وايي، په اکټوبر میاشت کې د وارسا د غونډې په ترڅ کې د ناټو د متحدینو د بحث وړ موضوع د غوڅ ملاتړ ماموریت راتلونکې، د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او له افغانستان سره د سیاسي مشارکت څرنګوالی دی. هغه زیاتوي چې د ناټو د متحدینو ګټې په دې کې دي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي.
ینس سټالټنبرګ زیاتوي، ژباړه: “له شک پرته چې اصلي معما او مسله دا ده چې موږ یواځې د افغانانو ملاتړ نه کوو، بلکې دې ته هم پام کوو چې یو ځل بیا افغانستان د نړیوالو ترهګرو په خوندي ځالې بدل نه شي او دا کار د خپلو ګټو د خوندي کولو له پاره کوو. باید په یاد ولرو هغه لامل چې موږ یې له مخې دلته راغلي یو، زموږ د هېوادونو خوندي ساتل دي.”
د ناټو عمومي منشي دغه راز وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه باید له ډېر پخوا پیل شوې وای او له ترهګرۍ سره د اوږدمهالې مبارزې له پاره اړینه ده چې ترهګر په خپله د افغان ځواکونو له خوا وځپل شي نه د بهرنیو ځواکونو له خوا. د هغه په باور، د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو د کمېدو مخه باید ونیول شي.
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه16 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا