Connect with us

تازه خبرونه

په هلمند کې پر شاوخوا ۸۰ زره هکتاره ځمکه کوکنارکرل شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-04-11-12h55m21s72

په هلمند ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ریيس وايي، چې سږکال هم د تېرو کلونو په شان پر شاوخوا ۸۰ زره هکتاره ځمکه کوکنارکرل شوي؛ خو تر اوسه پورې يې د له منځه وړلو له پاره ګام نه دی پورته شوی.

له نشه يي توکوسره د مبارزې ریيس سید احمد ورور وايي، د مرسته کوونکیو لخوا  تر اوسه مالي امکانات نه دي ورکړ شوي. دغه راز هغه پلان، چې د امنيت شورا له تاييد وروسته دې ولايت ته راليږل کيږي نه دی رارسيدلی او ترڅنګ يې امنيتي ستونزې هغه لاملونه دي، چې دا چاره يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.

هغه زیاتوي، که مرسته کوونکي د تېرو کلونو په  شان  بوديجه ورکړي او د امنيت شورا  لخوا پلان دوی ته راورسيږي؛ دوی چمتودي، چې په پلي کولو کې يې ګامونه پورته کړي.

په دې ولايت کې اوپراتيفي مشرجبار قهرمان د کوکنارو په وړاندې د کمپاين نه پيل د اندېښنې وړنه بولي او وايي؛ پر داسې پلان کارکوي، چې له نشه يي توکوسره د مبارزې په برخه کې به ډېراغېز ولري.

که څه هم چارواکي د سږکال کرل شويو کوکنارو کچه د تېرو کلونو په شان يادوي؛ خو د هلمند اوسيدونکي وايي، چې دا کچه د تېرو کلونو په شان دوه برابره لوړه شوې ده.

هلمند، چې د هېواد په کچه د نشه يي توکو په کر او توليد کې لومړی ځای لري؛ همدا اوس اوس په کې د کرل شويو کوکنارو د حاصل راټولولو لړۍ روانه ده.

 خبریال: نعمت الله زهير

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!