Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماشومانو په ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-04-18-18h27m09s164

 د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې پوهنې او روغتیايي خدمتونو ته د ماشومانو لاسرسی له ګواښونو سره مخامخ شوی دی.

دوی وايي چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کې ۳۶۹ ښوونځي تړل شوي چې له کبله یې ۱۳۹۰۰۰ ماشومان له زده کړو محروم شوي دي. ډېره ستونزه نجونو ته مخامخ بلل شوې ده او د دوی په وينا چې۶۰۰ ښوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

روغتیايي خدمتونو نه لاسرسی بله هغه ستونزه ده چې ماشومان ورسره لاس او ګرېوان ګڼل شوي دي. دغه راز ملګري ملتونه وايي چې د دوه زره څوارلسم میلادي کال په پرتله روغتیايي او پوهنیز بهیر ته ګواښونه یو سل او څلور اتیا په سلو کې لوړ شوي دي.

په مرګ ګواښل، ښوونځيو کې د خبرداریو پاڼو خپرېدل، ښوونځیو ته نږدې د ماینونو چاودنې او په زور د ښوونځيو تړل مهم موارد ګڼل شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ اداره اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېره هم مخ په لوړېدو ده. د راپور له مخې پنځه شپېته په سلو کې کورنۍ خپل ماشومان اړباسي چې سخت کارونه وکړي.

په نړيوالو ارګانونو کې د افغان ماشومانو د ملاتړ ادارې مدیره زبیده اکبر وايي: “له بده مرغه داسې هېڅ قانون نشته چې په ماشومانو د سختو کارونو د کړلو مخه ونيسی، د راپورونو له مخې ۶۵ په سلو کې کورنۍ خپل ماشومان سختو کارونو ته اړ باسي.”

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ماشومان له دغو ستونزو سربېره له فزیکي او جنسي تاوتریخوالي سره هم لاس او ګرېوان دي او په ځينو سیمو کې په جګړو کې ور څخه کار اخیستل کېږي. په کابل کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي تازه پېښه د الیاس په نوم د ماشوم د زندۍ کولو پېښه یادولی شو.

 

 

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!